د افغان سولې په تړاو هڅې له یو بندون سره مخ شوې دي او هېڅ نوی مثبت تحریک پکې نه ښکاریږي. وسله والو طالبانو ویلي چې که حکومت یې پاتې ۶۰۰ بندیان ور خوشې کړي، نو له اختر وروسته به خبرې پیل کړي، خو حکومت وايي، دا بندیان نه خوشي کوي. په دې سره د سولې په پروسه کې یو خنډ پیدا شوی چې د بین الافغاني خبرو د پیل او پرمختګ مخه یې بنده کړې ده. د دې تر څنګ په وروستیو کې په ټول هېواد کې جګړو او نښتو هم زور اخیستی چې پکې ملکي وګړو ته هم پراخه مرګژوبله اوښتې ده.
د سولې په خبرو کې دا بندون د افغانستان د خلکو د هیلو او غوښتنو خلاف دی او خلک یې اندېښمن کړي دي. له بده مرغه ښکېل لوري د افغانستان د خلکو غوښتنو ته پام نه کوي او ډېر کوچني مسایل یې جدي نیولي او د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي. د افغانستان حکومت تر څلورو زرو زیات بندیان خوشې کړل، خو شپږ سوه بندیان نه خوشې کوي او د جګړې دوام ته یې لاره هواره کړې ده. حکومت چې د بندیانو د نه خوشي کولو لپاره کوم دلایل راوړي، له بده مرغه کمزوري دلایل دي او له سولې سره د مخالفت بوی ترې راځي. که د شپږ سوو بندیانو په خوشې کولو سره د سولې بین الافغاني خبرې پیلېږي، نو حکومت باید ژر تر ژره دا بندیان خوشي کړي او په هېڅ ډول یې ساتل د افغانستان په ګټه نه دي. اوس چې طالبان وايي، که یې بندیان خوشې شي، نو له اختر وروسته بین الافغاني خبرې پیلوي، نو ټول پام د حکومت طرف ته دی چې دې خبرې ته مثبت ځواب ووايي. حکومت باید دا بندیان خوشې کړي او که بیا طالبانو خبرې پیل نه کړې، نو بیا به حکومت نه، بلکې طالبان مسوول وي او خلک به پرې فشار راوړي. له بله اړخه که حکومت هم دا کار نه کوي، نو طالبانو ته پکار ده چې د سولې لپاره یوه بله قرباني ورکړي. دوی باید د حکومت پلمه ختمه کړي او د شپږ سوو نورو طالبانو لېست دې حکومت ته وسپاري چې خوشې یې کړي. په دې سره به د بین الافغاني خبرو پیل ته لاره هواره شي او دا چاره به د ټولو بندیانو د خوشې کولو سبب شي.
ښکېل اړخونه که په سوله کې ريښتیني وي، نو نه یوازې د سولې په لاره کې باید خنډونه جوړ نه کړي، بلکې له خپله اړخه لا زیاتې قربانۍ ته تیار وي. له بده مرغه اوس ښکاري چې حکومت د سولې په لاره کې خنډونه جوړوي او طالبان هم پخپله خبره کلک ولاړ دي او هېڅ انعطاف نه ښیي. له همدې امله بین الافغاني خبرې ځنډېدلي، د سولې پر وړاندې خنډونه دي، جګړه او وژنې زیاتېږي او سولې ته د خلکو هیله ورځ تر بلې کمېږي.
اوس پکار ده چې دا بندون مات شي. که ښکېل اړخونه دا بندون مات کړي، نو دا به یو ښه ګام وي او که ښکېل اړخونه دا کار نه کوي، خلک باید را پاڅېږي او د هغوی مخه ونیسي چې د سولې په لاره کې خنډونه جوړي او نه پریږدي چې جګړه ختمه شي.