د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسې خپلې رسمي چارې د افغانستان په لوړو زده کړو وزارت کې تر ثبت او راجسټر وروسته په کندوز ولایت کې د یوه پوهنځي (ستوماتولوژي) په درلودلو سره پیل کړې دي. د دې موسسې سرپرست او علمي مرستیال ډاکټر فضلیار وایي، چې د لوړو زده کړو موسسه یې اوس هم همدا یو پوهنځی لري چې عملاً محصلین ور سره په لوړو زده کړو بوخت دي او یاد پوهنځی نور کوم ځانګړي ډېپارټمنټونه نه لري.
د لوړو زده کړو د دې موسسې سرپرست او علمي مرستیال وایي، چې په لومړي سر کې یې د کانکور له ازموینې وروسته ۱۵۲ محصلین جذب کړل، خو په ۱۳۹۴ کال کې کله چې کندوز ولایت سقوط وکړ، ځینې محصلین یې شهیدان او ځینې نورو یې د ناوړه امنیتي شرایطو له کبله له دغه ولایت کډه وکړه، چې دوی ته یوازې ۹۴ محصلین پاتې شول. دی وایي، همدا سږ کال یې دغه محصلین د لېسانس په کچه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل. د ښاغلي فضلیار په خبره، د فارغ شویو محصلینو په ډله کې یې ۱۶ ښځینه محصلینې وې. دغه راز په ۱۳۹۵ کال کې یو ځل بیا د کندوز تر سقوط وروسته دوی ځینې محصلین له لاسه ورکړل، خو اوس په ټوله کې د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه کې د ۲۴۰ په شاوخوا کې محصلین پر زده کړو بوخت دي.
د نوموړي په خبره، لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو طبي پوهنځیو ته په یوه کانکور ازموینه کې یوازې د سلو نویو محصلینو د جذب اجازه ورکړې ده، مانا دا چې سل تنه په پسرلني او سل تنه په خزاني سمیسټر کې جذبولای شي. دی وایي، دا چې په کندوز ولایت کې د خلکو اقتصادي وضعیت دومره ښه نه دی، نو دوی کولای شي په کال کې یوازې سل تنه نوي محصلین جذب کړي. د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسې سرپرست وایي، چې یوازې د لومړي ټولګي محصلین د ورځې په دوو وختونو او پاتې نور د ورځې یوازې په یوه وخت کې زده کړو ته ورځي. ښاغلی فضلیار وایي، د نورو خصوصي پوهنتونونو په پرتله دوی خپلو محصلینو ته په ډېره لوړه کچه تخفیف ورکوي. دی وایي چې ان تر ۷۰ سلنې پورې تخفیف لري.
په شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسه کې د تدریس چارې د ۱۱ استادنو لخوا مخ ته وړل کېږي، چې په دې ډله کې یوه یې ښځینه استاده او پاتې نور یې نارینه استادان دي. دی وایي چې هڅه یې کړې ده په کار پوه او تجربه لرونکي کسان په دندو وګوماري، څو ټولنې ته هم مسلکي کسان د خدمت په موخه وړاندې کړي.
د لوړو زده کړو په یاده موسسه کې د محصلینو او استادانو لپاره د کتابتون اسانتیا هم برابره شوې ده. ښاغلی فضلیار وایي چې په کتابتون کې یې د ستوماتولوژۍ پوهنځي اړوند د ۱۶۰۰ په شاوخوا کې کتابونه ځای پر ځای کړي دي. د کتابتون تر څنګ یې د محصلینو د عملي کار لپاره څلور یونټونه هم ځای پر ځای کړي دي چې محصلین کولای شي له نظري زده کړو وروسته په دغو یونټونو باندې عملي کار هم وکړي. دی وایي، هڅه کوي په کندوز ولایت کې د محصلینو لپاره د عملي کار زمینه برابره کړي، خو دا چې په کندوز ولایت کې امنیت سم نه دی او نه هم کوم کادري دولتي روغتون شته چې محصلین ور واستوي، نو په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي. له دې سره سره یې هڅه کړې ده چې په کابل کې له دولتي کادري روغتونونو سره خبرې وکړي، څو خپل محصلین د سه تاج دورې بشپړولو لپاره ور واستوي، خو تر اوسه یې ترې مثبت ځواب نه دی اورېدلی. دی وایي، تر ډېره دولت په کندوز او یا خپله په کابل ولایت کې هم دومره امکانات نه لري چې د دولتي پوهنتونونو د طبي پوهنځیو د محصلینو تر څنګ د خصوصي پوهتنونونو محصلینو ته هم د عملي کار یا سه تاج دورې بشپړولو لپاره زمینه برابره کړي، نو دوی اړ دي چې په دې برخه کې له ځینو خصوصي روغتونونو سره خبرې وکړي او خپل محصلین ور واستوي.
د شهید سید جان د لوړو زده کړو طبي موسسې سرپرست او علمي مرستیال وایي، چې دوی په کندوز ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو یوه اتحادیه لري، چې دغه اتحادیه په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره په اړیکه کې ده. کله چې له کومې ستونزې سره مخ کېږي، نو اول هڅه کوي چې ستونزه یې خپله په ولایت کې حل شي او که په ولایت کې حل نه شي، نو بیا له مرکزي اتحادیې سره شریکېږي او هغوی یې په حل کې ور سره مرسته کوي. دی وایي چې په دې سره ویلای شي چې له ټولو خصوصي پوهنتونونو او تر څنګ یې د هېواد په کچه له دولتي پوهنتونونو سره ښې اړیکې لري.
ښاغلی فضلیار وایي، افغان حکومت په ځانګړې توګه لوړو زده کړو وزارت محصلینو ته د عملي زده کړو په برخه کې کومه ځانګړې پاملرنه نه ده کړي، خو دوی هڅه کوي چې د نظري زده کړو تر څنګ خپلو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړي. دی وایي، کتابتون یې د محصلینو او استادانو په چوپړ کې دی او تر څنک یې د عملي زده کړو لپاره محصلینو ته د غاښونو جوړولو یونټونه هم په واک کې ورکړي دي. دی وایي، وخت ناوخت محصلینو ته سمینارونه او ورکشاپونه دایروي، څو یې محصلین تجربې خپلې کړي او وړتیاوې یې لوړې شي.
د شهید سید جان د لوړو زده کړو موسسې اداره د دې تر څنګ چې د لوړو زده کړو موسسه لري، په طبي برخه کې د نیمه لوړو زده کړو انستېتیوت هم لري چې د فارمسۍ، قابلګۍ او طبي تکنالوژۍ په برخه کې کسان روزي. ښاغلی فضلیار وایي چې لوړو زده کړو وزارت ته یې غوښتنلیکونه سپارلي، څو د ستوماتولوژۍ پوهنځي تر څنګ د ځینو نورو طبي پوهنځیو د فعالیت جوازونه ورکړي او دا یې د موسسې د پرمختګ په راتلونکو پلانونو کې دي.
د لوړو زده کړو د دې موسسې اداره د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کیفیت د تضمین پروګرام پیلولو هرکلی کوي، خو یوه ترخه خاطره هم ترې لري. ډاکټر فضلیار وایي چې دوه کاله وړاندې دوی ته د کیفیت د تضیمن پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت له لوري یو مکتوب ورسېد، چې په اصلي موخه یې دوی پوه نه وو، خو له یوه کال وروسته د لوړو زده کړو وزارت له لخوا د ورغلي پلاوي له لوري د یوه کال لپاره د دوی موسسه وتړل شوه، چې دغه څه یې د افغانستان بیا په ځانګړې توګه د کندوز په کچه د دوی اعتبار صفر ته را ښکته کړ. دی وایي چې نه یوازې دوی ته یې اقتصادي ضربه ورسوله، بلکې اعتبار یې هم ور زیانمن کړ. ښاغلی فضلیار وایي چې لوړو زده کړو وزارت ته پکار وه چې لومړی یې په دې برخه کې خصوصي پوهتونونو ته عامه پوهاوی ورکړای وای او وروسته یې بیا دغه پروګرام پیل کړی وای. نوموړی وایي چې له یوکال ځنډ وروسته دوی په زړه نا زړه بېرته خپلې چارې پیل کړې، خو هغه ضربه چې خوړلې یې ده، تر اوسه هم دوی هغه ځای ته نه دي رسېدلي چې تر دې مخکې وو. دی وایي، لوړو زده کړو وزارت د دې پر ځای چې د یوه خصوصي پوهنتون په توګه یې د دوی ملا تړلې وای، اقتصادي او روحي ضربه یې ورکړه.