د افغانستان بانک په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خصوصي بانکونو او بهرنیو بانکونو په نمایندګیو کې یې د پېردونکو لپاره د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستي دي. د خبر پاڼې له مخې له دې وروسته د ډالرو انفرادي حسابونو درلودونکي په اونۍ کې یو ځل ۱۰۰۰ امریکایي ډالر یا په میاشت کې یوازې یو ځل ۳۰۰۰ ډالر له خپل حسابه اخیستلی شي. او همدا راز د انفرادي افغانیو حسابونو درلودونکي بیا په اونۍ کې ۷۰ زره افغانۍ یا په میاشت کې یوازې یو ځل ۲۵۰ زره افغانۍ ترلاسه کولای شي. په خبر پاڼه کې دا هم ویل شوي، چې د خصوصي او دولتي شرکتونو حسابونو درلودونکي هم، په میاشت کې یو ځل د خپلو سپارل شویو پیسو ۵ سلنه چې له ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو ډېرې نشي ترلاسه کولای.