د انډین پریمیر لیګ د مدیریت شورا اعلان وکړ چې سږکال د ۲۰۲۰ انډین پرېمیر لیګ به د سپټمبر په ۱۹مه پیل او دا ځل په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د انډین پرېمیر لیګ پایلوبې نېټې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او کېدای شي د نومبر په ۸مه یا ۱۰ ترسره شي.
دا په داسې حال کې دی چې له دې وړاندې اټکل کېده چې اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام په څېر د ۲۰۲۰ انډین پرېمیر لیګ لوبې به هم وځنډول شي.
د انډین پرېمیر لیګ د مدیریت شورا مشر، برېجېش پټېل، وویل چې متحده عربي امارات يي ځکه انتخاب کړی چې کرنتین په کې ډېر جدي او سخت دی او هر څوک چې غواړي دغه هېواد ته سفر وکړي باید دوه ځلي خپله کورونا معاینه کړي. هغه څوک چې له الوتنې وړاندې او متحده عربي اماراتو ته رسېدو پر مهال خپله کورونا معاینه کړي او پایله يي منفي وي کرنتین کېدو ته اړتیا نه لري او هغه کسان چې له الوتنې وړاندې خپله کورونا نه وي معاینه کړې نو دغه هېواد کې به ټاکل شوې مودې لپاره کرنتین شي.
سږکال به انډین پرېمیر لیګ کې د ۵۱ یا ۵۳ ورځو په اوږدو کې د پایلوبې په ګډون ۶۰ لوبې وشي.
د انډین پرېمیر لیګ مدیریت غواړي سږکال یوه ورځ کې د دوو لوبو ترسره کېدو شمېر لږ کړي، چې له همدې امله دغه لوبې به تر ۵۰ ورځو ډېر وخت ونیسي.