نيمروز د افغانستان سوېل– لوېديـځ لوري ته پروت لوى سرحدي ولايت دى. نيمروز لوېديځ ته له ايران او سوېل ته له پاکستان سره اوږده پوله لري، ختيـځ ته يې هلمند او شمال ته يې د فراه ولايتونه موقعيت لري.
د زرنج ښار د دې ولايت مرکز دى، چې د ولسواليو په نسبت وړه سيمه ده .
د وروستيو شمېرو له مخې، د دې ولايت نفوس ١٤٩٠٠٠ زره تنه اټکل شوى او مساحت يې ٤١٠٠٥ کيلومتر مربع دى. هوا او اقليم يې په ژمي كې معتدل او په دوبي كې ګرم وي .
د دې ولايت ډېرى اوسېدونکي بلوڅان دي، خو پښتانه، تاجک او ازبک هم پکې مېشت دي.
د غير رسمي سرچينو له مخې، د دې ولايت ٦١ سلنه بلوڅان، ٢٧ سلنه پښتانه، تاجک او ازبک يې لس سلنه تشکيلوي. د دې ترڅنګ په دې ولايت کې یو شمېر کوچيان هم مېشت دي.
په دې ولايت کې د هلمند سيند تر څنګ، ځينې نور سيندونه هم بهيږي، د پراخو کرنيزو ځمکو تر څنګ د مارګو په نامه لويه دښته هم لري. د ګودذرې هامون هم په دې ولايت کې دى. د زرنج تر څنګ د چخانسور او چهاربرجک هم د دې ولايت له لويو ښارونو څخه دي.
د نيمروز مساحت زيات، خو نفوس يې کم دى، ډېرى برخه يې صحراګانې او دښتې دي، يوازې په هغو سيمو کې يې خلک ډېر ژوند کوي، چې د هلمند سيند پرې تېر شوى دى .
اداري واحدونه:
نيمروز ولايت د مرکز زرنج ښار په ګډون شپږ اداري واحدونه دلارام، ګنګ، چهاربرجک، چخانسور او خاشرود لري.
اقتصاد او سوداګري :
نيمروز يو سرحدي ولايت دى، ايران سره ګډه پوله لري او د دې ولايت ډېرى اقتصاد له ايران سره پر سوداګريزو چارو ولاړ دى. دغه راز له دې لارې د نشه يي توکو او ايران ته د انسانانو قاچاق هم اقتصادي اړخونه لري. دغه راز ځینې نور خلک په قانوني توګه هم د نيمروز له لارې ايران ته تګ راتګ او سوداګريزې چارې پرمخ بيايي.
د افغانستان سوداګر له دې لارې له ايران څخه تېل او نور توکي صادروي او بيا د نيمروز ولايت ترڅنګ د افغانستان نورو ولايتونو ته يې هم لېږدوي.
په زرنج ښار کې د معدني اوبو او پلاستيک جوړولو فابريکې د دې ولايت په اقتصاد کې مهم رول لوبولى دى، دغه راز يو شمېر خلک د سیمنټو د بوريو د بسته بندۍ فابريکه او د موبلايلو په فابريکو کې هم پر کارونو بوخت دي.
د دې ولايت خلک پر مالدارۍ هم بوخت دي او له حيواني محصولاتو څخه ډېر ښه عايد لاسته راوړي.
سيندونه او بندونه:
په نيمروز ولايت کې د هلمند سيند بهيږي او بيا له دې ولايت څخه ايران ته ځي، د دې ترڅنګ په دې ولايت کې د خاشرود سيند هم بهيږي .
د نيمروز ولايت تر ټولو لوى بند د کمال خان بند دى، چې په چاربرجک ولسوالۍ کې موقعيت لري او اوس یې د جوړېدو کارونه روان دي. د دې بند له جوړېدو سره به د دې ولايت ٨٠ زره هکټاره کرنيزې ځمکې خړوبې شي او ٩ ميګاواټه برېښنا به هم توليد کړي. دلته هم خلک پر کرنې بوخت دي او ډېر يې په دې پروژه کې کار کوي. د خاشرود پر سيند د ماري بند هم جوړ شوى دى.
محمد اسین مایار د کمال خان بند په اړه داسې لیکي:
د کمال خان بند – نیمروز:
دا بند لومړی په ۱۱مه پېړۍ کې د یو ناثبت شوي، پوه مشر لخوا د پخو خښتو او چونې له مصالې جوړ شو، چې د سلګونو کلونو لپاره یې د چخانسور حاصلخیزه ځمکې کانالونو ته اوبه ورکولې. د ۱۳مې پېړۍ په پای کې ګوډ تیمور، د نیمروز د ځپلو لپاره د کمال خان بند ونړواه، چې له هغې وروسته دا سیمه په وچه دښته بدله شوه.
وروسته داوودخان په خپل ۵ کلن ماسټر پلان کې تصمیم ونیو چې د کمال خان بند جوړ کړي. د دې کار لپاره د اسیا پراختیایي بانک او یوې نړیوالې کمپنۍ د امکان سنجۍ مطالعات تر سره کړل چې په ترڅ کې د کمال خان بند جوړولو تر څنګ د قلعه افضل بند، د اوبولګونې دوه نور کوچني بندونو (رود سیستان او سیخسار) او دوو کانالونو سپارښتنه وکړه. دې کار له پولې اوښتونکو اوبو په اړه حساسیت رامنځ ته کړ. د امکان سنجۍ مطالعاتو یو د خاورې بند (کمال خان) چې ۶۷۰۰ متره اوږد او ۱۵ متره لوړ انحرافي بند سپارښتنه وکړه څو د قلعه افضل بند ته اوبه واړوي. له همدې کبله د کمال خان بند د اوبو زېرمې کولو لپاره نه و پلان شوی؛ بلکې یو انحرافي بند و چې اوبه یې قلعه افضل بند ته اړولې. د داوود د رژیم له نسکورېدو وروسته، تر ۲۰۱۱ ز کال پورې د دې پروژې چارې هېرې شوې. که څه هم کمونیستي رژیم ښاغلی موسی شفیق د دې لپاره شهید کړ چې د هلمند د اوبو معاهده یې لاسلیک کړې وه، خو دوی خپله هم د اوبو د مدیریت په اړه هېڅ ونه کړل.
په ۲۰۱۱ ز کال کې د اوبو او برېښنا وزارت له یوه تاجکي شرکت سره قرارداد لاسلیک کړ څو د کمال خان بند لومړنۍ چارې پیل کړي. په دې وخت د بندونو په ډیزاین کې تغیرات راوستل شوي وو. یانې اوس یوازې د کمال خان بند جوړېږي او د قلعه افضل او نورو ملحقاتو درک یې نشته. همدا علت و چې د اوبو او انرژۍ وزارت ۳ کاله مخکې اعلان وکړ چې د کمال خان نوي بند خړوبولو سیمه له ۱۶۷۰۰۰ هکټاره څخه ۸۴۰۰۰ ته ټیټه شوې. د ۹ میګاواټه برېښنا تولید ترڅنګ ۵۲ میلیون مترمکعبه اوبه به هم زېرمه کړي. وزارت د اوبو د لږوالي علت اعلان کړ، خو اصلي خبره په ډیزاین بدلولو کې ده. پوښتنه دا ده چې دا کار د بودیجې د لږوالي له امله وشو که د ایران د مداخلو پایله وه؟! ځکه د کرنېزې ځمکې راټیټول د اوبو له مصرف څخه مخنیوی کوي او پرېږدي چې اوبه ایران ته وبهېږي. که څه هم ایران د دومره کرنیزې ځمکې په راټیټولو سره نه دی خوشحاله او بند ته په امنیتي ستونزو جوړولو کې لاس لري. (ما په ۲۰۱۷ کال کې هم غږ پورته کړ، خو ځینو ویل چې زه غلط یم).
په هر صورت بند په ۳ مرحلو کې جوړېږي: لومړی مرحله یې د سیند یوې خواته د ۶-۱۱ متره لوړ د ۳۴۰۰ متره اوږد دیوال جوړول دي. دویمه مرحله یې په همدې کچه د سیند بلې خوا ته دیوال جوړول دي او درېیمه مرحله یې د بند اصلي برخه چې د بند او توربینونو د نصب چارې یې په ۴۲ میاشتو کې پلان شوې دي. اوس یې نېږدې ۳۶ میاشتې تېرې شوې او باید کارونه یې په نیم یا یو کال کې بشپړ شي.
د ایران بله جالبه مداخله دا وه چې په کابل د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد (د جمعیت غړی) غوښتل د بند جوړولو چارې وروسته کړي. دې ښاغلي ویل چې جوړونکی ترکی شرکت Bankrupt شوی، خو د ترکیې سفارت مکتوب دا خبره رد کړه او د تدارکاتو څیړونو دا کار د بند وروسته کولو هڅه وبلله. (په دې اړه لیکنې د کابل په ورځپاڼو کې شته).
د کمال خان بند، ایران ته د اوښتونکو اوبو په کنټرول کې ډېر ارزښت لري او مرسته به وکړي چې ایران ته د تړون مطابق اوبه ورکړل شي. له همدې کبله ایران له دې بند اندېښنه لري، ځکه دوی خپلې ځمکې پراخې کړې او اړتیا یې لوړه شوې. همدارنګه د هامون له پورتنۍ برخې څخه هر کال ۲۶ میلیون مترمکعبه اوبه د نللیکې په مرسته زاهدان ښار ته چې له پاکستان سره پر پوله پروت دی، لېږدوي. خو د هامون د وچېدو پړه پر افغانستان ور اچوي. که ایران رښتیا د چاپېریال ساتنې ته ژمن وي، لازمه ده چې له دې حوزې بل ښار ته د اوبو لېږد ودروي څو هامون وچ نشي. افغان لوري ته پکار ده چې د اوبو اړوند بحثونو کې دې ټکو ته پام وکړي.
که پر ایران اوبه کنټرول شي اړ به شي چې له تړون ډېرې اوبه له افغانستان څخه په پیسو وپيري، چې دا کار به هېواد ته اقتصادي ګټه هم ورسوي. همدارنګه که ایران په افغانستان کې د اوبو زېرمې په خپل مصرف جوړې کړي، د اوبو بیه به في مترمکعب د ۵۰ سنټو شاوخوا وي، خو که افغانستان دا کار وکړي، بیا به د اوبو بیه ورته تر ۱ ډالر لوړه کېدای شي.
کرنه:
نيمروز د پراخو د ښتو تر څنګ کرنيزې ځمکې هم لري، که څه هم د هلمند سيند له نيمروز ولايت څخه تېرېږي، خو کرنيزو ځمکو ته يې کافي اوبه نه رسيږي، خو بيا هم د دې ولايت ځینې خلک پر کرنه بوخت دي.
د نيمروز د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې غنم، جوار، کوکنار، خربوزې او هندواڼې ډېرې کرل کېږي.
د دې ولايت په چاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند له جوړېدو سره به د دې ولايت ٨٠ زره هکټاره کرنيزې ځمکې خړوبې شي او کرنه به په دې ولايت کې ډېر پرمختګ وکړي.
دغه راز د دې ولايت ځینې خلک پر مالدارۍ هم بوخت دي، مالداران، غويان، پسونه او اوښان ساتي.
کلتور:
په دې ولايت کې کلتوري او فرهنګي فعاليتونه هم شته، که څه هم په نيمروز کې کومه ورځپاڼه نشته، خو نورې رسنۍ فعاليت کوي، ملي راډيو– ټلويزيون دلته خپرونې لري، د دې ترڅنګ د ځینو نورو راډيوګانو خپرونې هم اورېدل کېږي.
په دې ولايت کې د دولتي ټلويزيون تر څنګ، خصوصي ټلویزیونونه او راډیوګانې هم خپل نشرات لري او اورېدل کېږي. د دې ترڅنګ د دوست په نامه يوه ځايي راډيو هم خپرونې لري. په دې ولايت کې ځینې فرهنګي ټولنې هم فعاليت لري او خپلې غونډې تر سره کوي، چې د بېلګې په توګه د نيمروز د ځوانو ليکوالو او شاعرانو ټولنه، د خانه بلوچ فرهنګي ټولنه او داسې نور يې د يادولو وړ دي.
په دې ولايت کې د ميلاد النبي، نوى کال او د ځينو نورو مراسمو پر مهال مشاعرې او ادبي غونډې تر سره کېږي.
دغه راز په دې ولايت کې ځينې چاپي رسنۍ هم شته چې فعاليت لري. د بېلګې په توګه، د صداى نيمروز او نيمروز په نومونو مياشتنۍ او د علم او بيان په نامه يوه مذهبي مجله هم چاپيږي.
پوهنه :
د دې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتوله مخې، د نيمروز په څه باندې ٢٥٠ ښوونځيو کې ٨٦ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې ٤٠ سلنه يې نجونې تشکيلوي.
په دې ولايت کې د ښوونځيو تر څنګ د ولايت په مرکز زرنج او ځینو ولسواليو کې ٥ د کرنې او تخنيکي لېسې هم فعاليت کوي.
دغه راز ٢٠ خصوصي ديني مدرسې هم شته چې پکې نجونې او هلکان زده کړې کوي.
په دې ولايت کې د دولتي پوهنتون ترڅنګ خصوصي پوهنتونونه هم په بېلابېلو پوهنځيو کې فعاليت کوي.
مشاهير:
وکيل دوست محمد خان، حاجي عليم خان شورو، حاجي رييس غلام رسول ايوبي، ډاکټر غلام محمد لعلزاد بلوچ، فرخي سيستاني، ابو داوود سجستاني، کانديدای اکادميسن محمد اعظم سيستاني، عبدالبصير بلوچ، استاد غلام دستګيري (پيام)، عبدالغفور مراد، عبدالرحمن پهوال او عبدالکريم براهوي یې نوموتې څېرې دي.
لوبې :
د دې ولايت د ورزشي امر د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د بېلابېلو لوبو څه باندې ٩٠ لوبډلې فعاليت کوي او درې زره لوبغاړي پکې برخه اخلي.
په دې ولايت کې فوټبال، واليبال، وزن پورته کول، تکواندو، کانګو، کاراته او فوټسال ډېر لوبغاړي لري. د دې ولايت د وزن پورته کولو لوبغاړو درې ځلې نړيوال مډال تر لاسه کړى دى.