د لغمان د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمد ظاهر زرکمر وايي، د روان کال په اوږدو کې د څه د پاسه ۲میلیارده افغانیو په ارزښت د ۲۴۲ بېلا بېلو پروژو په پلې کېدو سره شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده. زرکمر زياتوي په دغو پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د سړکونو جوړول، کانال پاکي، د څاه ګانو ترمیم او کیندنه، استنادي دېوالونو جوړول او د ځینو پروژو بیا رغول شامل دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د یو شمېر نورو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.