له تاجکستان څخه افغانستان ته وارداتي برېښنا له ۳۵۰ میګاواټه څخه ۴۰ میګاواټه ته را لوېدلې ده او په دې سره په کابل او ځینو ولایتونو کې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي. برېښنا شرکت وايي چې دا کار په تاجکستان کې د اوبو د کمښت له امله شوی او دوی هڅه کوي چې له ازبکستان سره د خبرو له لارې دا ستونزه حل کړي.
له بده مرغه له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې د برېښنا په برخه کې اساسي کارونه ونه شول. د دې پر ځای چې بهرنیانو زموږ د خپلو بندونو د جوړولو لپاره پیسې ورکړې وای، په قصدي او شعوري ډول یې افغانستان په وارداتي برېښنا پورې وتاړه. له همغه پیله دا وېره وه چې یوه ورځ به د منځنۍ اسیا هېوادونه د خپلو داخلي ستونزو او یا هم سیاسي لاملونو له مخې، دا برېښنا پرې کوي او افغانستان به تیاره شي. د تاجکستان وروستی کار همداسې یو ګام دی. که څه هم برېښنا شرکت ویلي چې دا کار د اوبو د کمښت له امله شوی، خو پخوا دغو هېوادونو ته د پیسو په ورکړه کې هم ستونزه وه او هغوی د برېښنا د پرې کولو ګواښ کړی و.
ولسمشر غني د ملي یووالي په حکومت او بیا په دې نوي حکومت کې تل په دې اړه له خلکو سره ژمنې کړې وې چې د برېښنا ستونزې به حل کوي، بندونه به جوړوي او آن د ۲۰۱۶ ز کال د مارچ په ۱۹مه یې وویل چې دوی به په یوه کال کې دومره برېښنا تولید کړي چې په تېرو سلو کلونو کې نه وي تولید شوې. ولسمشر غني پر دې هم بسنه ونه کړه او ویې ویل چې افغانستان به د برېښنا په صادروونکي هېواد بدل کړي، قبایلي سیمو او آن هند ته به برېښنا ورکړي. هغه د سلګونو لویو او وړو بندونو د جوړولو ژمنه هم کړې وه، خو اوس چې د ولسمشر غني واکمني شپږ کلنه شوې، خلک پوهېږي چې دا ټولې ژمنې دروغ او د خلکو په سترګو کې د خاورې شیندلو او رایې تر لاسه کولو لپاره تش او بې مانا شعارونه وو.
اشرف غني برېښنا شرکت ته هم یو داسې کس د مشر په توګه ورلېږلی چې نه پر برېښنا پوهیږي او نه د افغانستان له جغرافیې، ستونزو او اړتیاوو خبر دی. هغه ته مهمه نه ده چې افغانان په څه حال کې دي او څه ستونزې لري. له همدې امله د برېښنا ستونزه ورځ تر بلې زیاتېږي او موږ ناوړه حالت ته روان یو. د برېښنا د کمښت ستونزه جدي ده، حکومت ته پکار ده چې له دې چارې سره د نورو مسایلو په شان سرسري چلند ونه کړي. له دې سره د خلکو ورځنی ژوند خرابېږي، ډېر شرکتونه او فابریکې به وتړل شي، په دولتي او شخصي ادارو کې به کاري ستونزې رامنځ ته شي او د ژوند ډېرې برخې به متاثره کړي. دا ټول زموږ پر اقتصاد او پرمختګ مخامخ منفي اغېز کوي. له همدې امله دا حالت د زغم وړ نه دی. پکار ده چې د برېښنا ستونزه جدي وګڼل شي. نه یوازې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره باید د وارداتي برېښنا د دوام په اړه اساسي خبرې وشي، بلکې په کور دننه هم باید د برېښنا د تولید هڅې ګړندۍ شي او نور باید د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو سیاست ونه شي.