اوسمهال د نړۍ اکثره پرمختللې کمپنۍ ستر ځیرک موبایلونه وړاندې کوي چې اکثره تقریباً ۶ انچه مخپاڼې لري. ځینې کمپنۍ غواړي د قاتېدونکې مخپاڼې او دې ته ورته ټکنالوژۍ له لارې له دې هم ستر مخپاڼه لرونکي ځیرک موبایلونه وړاندې کړي. کاروونکي هم اکثره د مختلفو لاملونو له امله سترې مخپاڼه لرونکي ځیرک موبایلونه خوښوي، چې له همدې امله په بازار کې کوچني ځیرک موبایلونه په نشت حساب دي. خو اوس یوه چینایي کمپنۍ د نړۍ تر ټولو کوچنی ځیرک موبایل وړاندې کوي. دغه ځیرک موبایل به انډرایډ۱۰ عامل سیسټم ولري او جېلي۲ نومول شوی دی. جېلي۲ د نړۍ تر ټولو له کوچنۍ ۴جي ټکنالوژۍ څخه ملاتړ کوونکی ځيرک موبایل دی. دغه ځیرک موبایل یوني هرټز نومې کمپنۍ له لوري جوړ شوی او په ۲۰۱۷ کال کې د وړاندې شوې جېلي فون نوې او پرمختللې بڼه ده. دغه ځیرک موبایل ۳ انچه مخپاڼه، ۲۰۰۰ ملي امپیره وړتیا لرونکې بېترۍ، ۸ او ۱۶ مېګاپکسله وړتیا لرونکې کامرې لري.