لري کینګ مشهور امریکايي ژورنالېست او د خپرونو چلوونکی دی. د هغه ژوند په زړه پورې دی او د ډېرو لپاره مثبت پیغام لري. لري کینګ له ژورنالېزم سره ډېره مینه لرله، خو خپلې دغه مینې ته د رسېدو لپاره یې ډېر زیار هم ګاللی دی. هغه په زیار او زحمت د لومړي ځل لپاره په راډیو کې له صفاکارۍ کار پيل کړ. بیا یې له عادي خبریالۍ کار پيل کړ او تر دې چې د یوې محلي راډیو له عادي صفا کار بیا د ټلوېزیون په تاریخ کې په یوه مهمه څېره بدل شو. لري کینګ لا هم خپرونې چلوي او له کلونو راهیسې د سي ان ان ټلوېزیون تکړه ژورنالېست دی. هغه یوه خپرونه پنځه ویشت کاله وچلوله، دا د ټلوېزیون له جوړېدو راهیسې یو ستر ریکارډ دی چې یوه خپرونه دې پوره پنځه ویشت کاله وچلول شي او په یوه وخت کې یې دې یو میلیون کسان د ټلوېزیون له پردې وګوري.
کینګ چې اصلي نوم یې (Lawrence Harvey Zeiger) دی، د ۱۹۳۳ز کال د نومبر په ۱۹مه د نیویارک په بروکلېنک کې زیږېدلی دی. پلار یې جیني سيټلیټز نومېده. پلار یې په لیتوانیا کې زیږېدلی و، مور یې هنګري اصلي تبعه وه، خو په امریکا کې اوسېده، چې شخصي کاروبار یې درلود او په واړه هوټل کې پر کار بوخته وه. د کورنۍ مشران یې ارتودوکس یهودیان وو. کینګ په بروکلین کې یوه عامه ښوونځي کې شامل کړل شو، خو دی د ښوونځي زده کوونکی و چې پلار یې د ۴۴ کلونو په عمر ومړ. د هغه مور اړ شوه چې کار وکړي او تر څنګ یې د حکومت له مرستو په استفادې د خپلو ماشومانو پالنه وکړي. د پلار مړینې د کېنګ پر ژوند خورا منفي اغېز وکړ، له ژوند سره یې هیله مندي ختمه شوه او ښوونځی نور ورته په زړه پورې نه و. ده غوښتل چې له مور سره یې په کارونو کې مرسته وکړي، پیسې وګټي، خو مور یې دی زده کړو ته هڅاوه تر دې چې له ښوونځي فارغ شو او د خبریالۍ مینه یې په سر کې ګرځيده. کینګ له ښوونځي سره دومره مینه نه لرله، خو کورنی کار او خبریالي ورباندې ګران وو. له ښوونځي تر فراغت وروسته یې د لومړي ځل لپاره مټې بډ وهلې چې چېرته په کومه راډیو کې دنده پیدا کړي. خو د کینګ د هستوګنې په ځای کې راډيويي خپرونې پرمختللې وې او بې تجربې کسانو ته د کار زمینه پکې نه برابرېده. هغه اړ شو چې فلورېډا ته لاړ شي، ځکه په دغه ښار کې د راډیو او رسنیو بازار نوی و او د کار فرصت هم ورته برابرېده. کینګ ته دلته هم د کار زمینه نه برابرېده. یو خو چا نه پېژانده او بل یې تجربه نه لرله.
د سي بي ایس یو کارکوونکی د ده ملګری و، د هغه په مشوره یې فلوریدا ته سفر وکړ. کینګ میامي کې و. په کار روزګار پسې ګرځېده او د رسنیو دروازې یې ټکولې. چا دنده نه ورکوله، ځکه دی یو بې تجربې ځوان و چې یوازې په مینه او له کار سره په شوق یې په راډیو کې ګومارل د رسنیو مدیرانو ته معقول کار نه برېښېده. ده ډېره هڅه وکړه، ډېره سختي یې تېره کړه، تر دې چې په راډیو کې یې خپله لومړنۍ دنده پیدا کړه. په میامي کې د یوه واړه راډیويي سټېشن مدیر هغه په دفتر کې د ننه د راډیو د تجهیزاتو د پاکولو او صفا کولو لپاره ونیو. دا راډیو هغه مهال (WAHR) نومېده چې اوس هم نشرات کوي او نوم یې (WMBM) دی. دی همدلته په صفاکارۍ بوخت و چې یو وخت په راډیو کې یو کارکوونکی کمېږي، نوي کارکوونکي ته اړتیا پیدا کېږي او دی له مدیر سره خبرې کوي چې کار ورکړي. مدیر یې په لومړي سر کې نه ورسره مني، خو تر ډېر ټینګار وروسته ده ته اجازه ورکوي چې د راډیو سټډیو ته دننه شي او خپله لومړنۍ خپرونه اورېدونکو ته وړاندې کړي.
د لري کینګ غږ د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۷ز کال د مې په لومړۍ نېټه د سهار په ۹ بجو له راډیو خپور شو. ده په راډیو کې د موسیقۍ یوه خپرونه مخ ته وړله، چې د خلکو فرمایشي سندرې به یې خپرولې او خبرې به یې کولې. لري کینګ بیا وروسته په خپل یوه کتاب کې د خپلې لومړنۍ خپرونې په اړه وایي چې خورا سخته ورځ وه. دی وایي چې کله د لومړي ځل لپاره سټډیو ته د ننه شو، سخت تر فشار لاندې و، مایک ته تر کېناستو وروسته حیران و چې څه ووايي. د تخنیک همکار ورته اشاره کوله چې نشرات پیل شوي دي او باید یو څه ووايي. دی حیران دیران و، وایي، هومره تر فشار لاندې وم چې پر بټه ګوته مې زخه و او وینې ترې روانې شوې. همدا مهال پرېکړه کوي چې صادقانه هر څه ووايي. دی وایي مایک ته نږدې شو او و یې ویل، درنو اورېدونکو سلام، زه لري یم، نن مې په راډیو کې لومړۍ ورځ ده او نه پوهېږم څه ووایم، باید صادقانه ووایم چې ډېره سخته ده او سخت تر فشار لاندې یم. همدې صداقت کینګ مشهور کړ. له دې وروسته لري کینګ د خلکو په زړونو کې ځای درلود. لري کینګ وایي چې د بریالۍ خبریالۍ لپاره مهمه خبره دا ده، چې هر څه له زړه ووایې او هغه څه نورو ته ونه وایې چې ته پخپله باور نه ورباندې لرې.
له دې وروسته کینګ د میامي په ساحلونو کې مینه وال لرل. خپرونه یې خلکو اورېده. ده به لومړی د موسیقي یوه خپرونه چلوله، بیا به یې تر غرمې وروسته دوه خبري سرویسه وړاندې کول او سپورتي خبرونه به یې هم تر اورېدونکو رسول.
کینګ خپل کار په وړه راډیو کې د موسیقي له خپرونې پيل کړ. بیا یې بله خپرونه پیل کړه، سهار به له راډیو تللو او په میامي کې به یې یوه واړه ساحلي هوټل ته ځان رساوه. په دې هوټل کې به یې له هغو خلکو سره مرکې کولې چې د سهارنۍ لپاره به راتلل. خپله لومړنۍ مرکه یې د دې هوټل له یوه خدمتګار سره وکړه او له هغه یې د هوټل او کاروبار په اړه پوښتنې وکړې. له همدې مرکې دوه ورځې وروسته د کینګ د بخت ډېوه وځلېده. د امریکا مشهور سندرغاړی بابي دغه هوټل ته د سهارنۍ لپاره راغلی و. هغه څو ورځې وروسته په میامي کې کنسرت درلود، له همدې کنسرت مخکې یې له کینګ سره مرکه وکړه او دې مرکې ډېر مینه وال پیدا کړل. دا د کینګ په ژوند کې لومړنی مشهور کس و چې مرکه یې ورسره وکړه.
کینګ د مرکه کولو او په زړه پورې پوښتنو په برخه کې فوق العاده استعداد درلود. همدې مسئله هم میلمانه بوخت ساتل او هم اورېدونکي. د مرکو له لړۍ وروسته یې په همدې راډیو کې په ژوندۍ بڼه نورې خپرونې پيل کړې. وروسته یې ځینې خپرونې ټلوېزیوني شوې او د میامي په محلي ټلوېزیوني چینلونو کې به خپرېدې. میامي انډر کاور یې مهمه خپرونه وه، چې هره یکشنبه غرمه مهال به خپرېده او په هغه کې به یې مهم حکومتي چارواکي مېلمانه کول او د ښار په بېلو مسایلو او ستونزو به یې خبرې ورسره کولې. دی وایي، په ټلوېزیون کې یې بریا د یوه تکړه ممثل همکارۍ ته ورګرځي. دی وایي، یو وخت د امریکا مشهور کمېډین جکي ګلیسیون میامي ته لاړ. ده هلته ځینې پروګرامونه لرل، بیا له کینګ سره اشنا شو. دوی مرکه لرله، خو جکي د کینګ له کارونو سره یو څه موافق نه و. هغه تر سهاره له کینګ سره لګیا و، ده ته یې ډېر څه وښودل، ان د دفتر او سټډیو ډیکور او څراغونه یې هم ورته بدل کړل، دی وایي، له دې وروسته یې ډېره همکاري ورسره لرله او ډېرې مشورې یې ورکولې.
له همدې سره د کینګ بریاوې پيل شوې. په مهمو سپورتي غونډو او لوبو کې یې ویاندویي کوله. ژوندۍ خپرونې یې چلولې، د ټلوېزیون پر پرده راڅرګندېده او مینه وال یې ورځ په ورځ ډېرېدل.
په سي ان ان کې په ۱۹۸۵ز کال لري کینګ لایف خپرونه پيل کړه. دا خپرونه پوره پنځه ویشت کاله وچلېده او ورځ په ورځ یې لیدونکي ډېرېدل. د شمېرو او نظرپوښتنو له مخې دغه خپرونه په یوه وخت کې یو میلیون کسانو په ژوندۍ بڼه کتله. په دې خپرونه کې کینګ د امریکا له مهمو او مشهورو څېرو سره د ازاد بحث او ټوکو ټکالو تر څنګ جدي پوښتنې هم کولې او خلکو به له دې خپرونې خوند اخیست. سي ان ان وایي چې کینګ په دې وخت کې نږدې دېرش زره مرکې کړې دي. کینګ له یو اس اې ټوډې سره هم نږدې شل کاله همکاري لرله. د ۲۰۱۰ز کال په جون کې کینګ اعلان وکړ چې نور به په سي ان ان کې خپله لري کینګ لایف خپرونه دروي، خو له سي ان ان سره به په نورو برخو کې خپله همکاري لري. دا خپرونه له پوره پنځه ویشت کاله خپرېدو وروسته په ۲۰۱۰ ز کال کې ودرېده. دا د ټلوېزیون په تاریخ کې هغه خپرونه ده چې تر ټولو ډېر یې دوام وکړ او تر ټولو ډېر مینه وال یې لرل.
لري کینګ د دندې او کارونو تر څنګ په ۱۹۸۷ز کال کې د زړه له حملې وروسته یو خیریه بنسټ جوړ کړ. نوموړي د دې بنسټ کارونه هم مخ ته وړل. لري کینګ د خپل کار پر مهال ګڼې جایزې ګټلې دي. هغه د راډیويي جایزو په برخه کې د نړۍ د څلورم غوره چلوونکي لقب خپل کړی دی او همدا راز د ټلوېزیون په تاریخ کې په نړۍ کې د ټلوېزیوني خپرونو تر ټولو غوره چلوونکی بلل کېږي. کېبل اې سي، بېسټ ټاکر، سکاپوس، طلايي مایک، د غوره او اغېزناکو بحثونو لپاره په امریکا کې د ولسمشر مشهوره جایزه، د ارتباطاتو جایزه، افتخاري ماسټري او له برېډلي پوهنتون افتخاري دوکتورا او په خبریالۍ کې د زړورتیا جایزې هغه ویاړونه دي چې کینګ ځان ته ځانګړي کړي دي.
لري کینګ د خپل ژورنالیستیک ژوند پر مهال نږدې ۶۰ زره مرکې کړې دي. هغه د نړۍ له مشهور شخصیتونو، فلمي ستورو، سپورتي لوبغاړو او تر ټولو ډېر له سیاستوالو سره مرکې کړې دي. ښایي هېڅ مشهور شخصیت نه وي پاتې چې له کینګ سره یې مرکه نه وي کړې. لري کینګ ځانګړې وړتیا لري، هغه په خپله یوه مرکه کې ویلي، د هېڅ مرکې لپاره یې مخکیني سوالونه نه دي جوړ کړي، بلکې خبرې کوي، بحثونه کوي او له دې خبرو پوښتنې را وباسي. دی وایي، خبریال باید صادق وي، له زړه خبرې وکړي، له اورېدنکو سره یې صادقانه وچلېږي او په دې توګه به یې مخاطبین ډېر وي. کینګ زرګونه مرکې کړې دي او وایي چې له خپل کار خوښ و، له کار سره یې مینه وه او همدې مینې په نړیواله کچه مشهور کړ. هغه د نړۍ تر ټولو ګرانبیه چلوونکی و، په دې مانا چې لوړ معاش یې درلود او خپرونې یې هم زرګونه مینه وال لرل.
کینګ یوه شي دې ځای ته ورساوه او هغه له خپل کار سره مینه وه. ده د زړه له تله غوښتل خبریال شي، په راډیو کې کار وکړي او ټلوېزیوني څېره وي. له همدې امله یې په یوه محلي راډیو کې له صفاکارۍ پیل وکړ او د نړۍ د تر ټولو غوره ټلوېزیوني خبریال لقب یې خپل کړ. دی لا تر اوسه ژوندی دی، ځینې خپرونې چلوي، خو د پخوا په څېر یې روغتیایي وضعیت یاري نه ورسره کوي.