د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ۱۹ کلنو کم عمره افغان لوبډله به د روانې ډیسمبرمیاشتې په ۲۹مه نېټه د سویلي افریقا په کوربه توب د یاد هېواد او هندوستان لوبډلې سره په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا لوبلړۍ به د راتلونکي ۲۰۲۴م کال د جنوري تر ۱۰مې نېټې پورې دوام وکړي.د مالوماتو له مخې افغان کرکټ بورډ له یادو هېوادونو سره په همغږۍ دغه سیالۍ چې د ځوانانو یو ورځنۍ لوبې دي؛ ترتیب کړې، ترڅو د نوولس کلنو افغان ځوانانو لپاره له نړیوال جام وړاندې چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ میاشتې په ۱۹مه نېټه پیلیږي؛ غوره پیل او چمتووالی واوسي. افغان لوبډله به په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د روانې دسمبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د هند لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.