داسې ښکاري چې د خلیلزاد له سفر سره یو ځل بیا د سولې په ټپه درېدلی حالت بدلېږي او ځیني پرمختګونه پکې کېږي. همدا چې خلیلزاد سفر پیل کړ، حکومت دریځ نرم کړ، د بندیانو خوشې کول یې پیل کړل. خلیلزاد هم ویلي چې د بندیانو د خوشې کولو ستونزه به هواروي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به هڅې کوي. په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکی؛ حکمت الله حکمت او لیکوال حلیم شملزی. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.