د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ په کنده کلي کې د ولسونو په مرسته د کندې قومونو د پیوستون پل د جوړېدو چارې پیل شوې. د یاد پله د پیل په مراسمو کې د لغمان والي ویلي، چې پر یاد پل شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ولسونو او سوداګرو لخوا ورکول کېږي. د یادې پروژې انجینر محمد قاضي نیازي وویل چې دغه پل به ۶۸ متره اوږدوالی او ۷.۵ متره پراخوالی ولري چې په اساسي او پاخه شکل به جوړ شي. بل لور ته د سیمې خلک وايي، چې دغه پل د نیازیو او الکوزیو دوه ستر قومونه سره وصلوي چې په جوړېدو سره به یې د زرګونو کورنیو د تګ راتګ ستونزې حل شي.