د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په دویمه تمریناتي یو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه. په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د شرف الدین اشرف او بهیر محبوب د نیمه سلیزو پر مټ یې سیالې لوبډلې ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه. د افغان لپاره فرید احمد ملک، ضیاءالرحمن اکبر، شرف الدین اشرف او قیس احمد د غوره توپ اچونې پر مټ د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۱۵۴ وسوځول او دا لوبه یې د ۹۵ منډو په توپیر وګټله. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په دواړو تمریناتي یو ورځنیو سیالیو کې ماتې وکړې او دغه لوبلړۍ یې ترې ۲ پر صفر وګټله.