د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ ملي لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن ورځ د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې خپله درېمه لوبه د هندوستان لوبډلې پروړاندې ترسره کوي. په دغه لوبلړۍ کې افغان لوبډلې په خپلو تېرو دوه لوبو کې خپله لومړۍ لوبه له سویلي افریقا لوبډلې څخه د ۴۷ منډو په توپیر ګټلې او په دویمه لوبه کې یې له هندوستان څخه بیا د ۶ ویکټو په توپیر ماتې خوړلې ده. په داسې حال چې له یادې لوبډلې سره په دې درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن بیا لوبه کوي.