د ټاکنیزو لانجو او دوو لوړو له تر سره کېدو وروسته، تازه داسې ګنګوسې راولاړې شوې چې امریکا په افغانستان کې د یوه پیاوړي حکومت د جوړېدو مخه نیسي. پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، امریکا د ستونزو او کشمکشونو د حل لپاره پر وخت اقدام نه دی کړی او په دې توګه یې په لوی لاس په هېواد کې ناندریو او ټاکنیزو جنجالونو ته لمن وهلې ده. له دې سره جوخت برېټانیا هم ولسمشر غني ته د بریا مبارکي ورکړې ده او وايي، د افغانستان له نوي حکومت سره به له نږدې کار کوي.
وړمه ورځ په پلازمېنه کابل کې د لوړې دوه مراسم تر سره شول. اجرایه رییس او ولسمشر غني دواړو خپل پلویان رابللي وو او د ولسمشرانو په توګه یې لوړه وکړه. ډاکټر عبدالله عبدالله چې ځان یې ولسمشر بللی، خپل مرستیالان او اجرایه رییس هم معرفي کړل. دې مسئلې د عامو خلکو او سیاسیونو تر منځ اندېښنې راولاړې کړې دي. د دې کشمکشونو تر رامنځ ته کېدو وروسته، پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې امریکا په دې کشمکشونو او ناندریو کې ښکېله ده. د ده په خبره، د اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو ستر لامل د امریکا له تحقیره ډک چلند دی چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې یې کوي. کرزي زیاته کړې: «اوس د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی، لامل یې هم د افغانستان د خلکو پر وړاندې د امریکا له سپکاوي او تحقیره ډک چلند دی.»
کرزي ویلي، امریکا په رښتیا په افغانستان کې د بحران په حل پسې نه ده او نه هم د ټاکنو په برخه کې له افغانانو سره رښتینې وه. هغه وايي چې د دې خبرې ښه ثبوت یې د تحلیف د مراسمو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي وو، چې دوی په افغانستان کې د موازي حکومتونو مخالفت کوي. پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، که امریکا په رښتیا په افغانستان کې موازي حکومتونه نه غوښتی، نو د لوړې تر مراسمو وړاندې یې باید رامنځ ته شوې ناندرۍ ختمې کړې وای.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی پر امریکا نیوکه کوي چې په افغانستان کې د تفرقې او بېلولو سیاست پر مخ وړي او هڅه کوي چې دلته ستونزې او کشمکشونه اوږده کړي. دی وایي، که امریکا دلته د تفرقه نه غوښتی، نو پر وخت یې اقدام کولی شوای او دلته یې د تفرقې او ټاکنیزو کشمکشونو مخه نیولی شوای. ښاغلي کرزي ویلي چې په دې اړه یې خپلې اندېښنې په ځلونو له زلمي خلیلزاد او نورو امریکایي چارواکو سره شریکې کړې دي. د ده په خبره، په ځلونو یې امریکایي چارواکو ته ټینګار کړی چې ټاکنې باید د سولې پروسې ته زیان ونه رسوي او دلته د یوه قوي او ملي حکومت د جوړېدو سبب شي. د پخواني ولسمشر په خبره: «ما د امریکا د نه رښتینولۍ، شفافیت نشتوالي او ناسمې کړنلارې په اړه په ځلونو له دوی سره خبرې کړې دي، خپلې اندېښنې مې شریکې کړې دي، ما ویلي چې دلته باید سوله تامین شي او د ټاکنو پروسه باید د پیاوړي حکومت د جوړېدو او ملي یووالي د ټینګېدو سبب شي.»
پخواني ولسمشر پر افغانانو هم غږ کړی چې په دې حساسو شرایطو کې سره یو لاس شي او په دې توګه د پردیو دسیسې خنثی کړي. ده ټینګار کړی چې افغانان دې د پردیو په دسیسو له یو بل نه بېلېږي او د یووالي لپاره دې کار وکړي.
بلخوا پرون برېټانیا هم ولسمشر غني ته مبارکي ورکړې ده. په کابل کې د برېټانیا سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د افغانستان له نوي حکومت ملاتړ کوي او دې ته ژمن دي چې د سولې په تامین، تاوتریخوالي کمولو او بشري حقونو په ساتنه کې به له افغان حکومت سره همکار وي. برېټانیا ولسمشر غني ته د نوې دندې مبارکي ورکړې او د بریا هیله یې څرګنده کړې ده.