روغتیا وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو د روغتیایي سپارښتنو پر مراعتولو ټینګار تر څنګ هېواد کې د کرونا وبا د ۳۵ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو راپور ورکړی دی، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۷۱۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته یو کس مړ شوی هم دی چې ورسره له دغې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۲۸۳ ته پورته شوی دی. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو ۲۵ زره مثبتو پېښو له ډلې ۹۹۱۸ هغه یې فعالې دي. یاد وزارت وایي، چې له دغې وبا د رغېدلیو کسانو ټول شمېر بیا ۲۵ زره او ۵۰۹ ته لوړ شوی دی.