د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار غونډه چې پرون ماښام په کابل کې جوړه شوې وه، د ۱۱ هیوادونو ځانګړو استازو او سفيرانو پکې ګډون کړی وو. د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له دې غونډې وروسته په خبري کنفرانس کې ویلي، چې په دې غونډه کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ترکیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، هندوستان او اندونیزیا استازو برخه اخیستې وه. د سرپرست حکومت د چارواکو په خبره له دغې غونډې څخه موخه دا وه، چې په سیمه کې یو له بل سره همکاري رامنځته شي او د سیمې پر ګډو ګټو او تهدیدونه خبرې اترې وشي. د ابتکار غونډې ګدونوالو ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید یو له بل سره وصل او افغانستان د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د وصل نقطه شي او د تجارت او ترانزیټ په برخه کې مرکزي رول ولري. د یادولو وړ ده، چې د ابتکار غونډې په لړ کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې هیواد یې غواړي افغانستان د دوحې په ناسته کې چې د را روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه ترسره کیږي، د خبرو اصلي برخه وي.