د افغانستان د بیا رغوونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سرپرست حکومت واک ته تر رسېدو وروسته له افغانستان سره ۲.۹ میلیارده ډالره مرسته شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره په مرسته کوونکو کې تر ټولو مخکښ هېواد دی او ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو خیریه ادارو ته یې لږ تر لږه دوه اعشاریه شپږ میلیونه ډالر ورکړي دي، چې د ۲۰۲۱ له اګست راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي. سیګار د مرستو په تړاو دا راپور په داسې حال کې خپروي چې لا هم په افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت او بې کارۍ اندېښنې راپورته کړې دي.