د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، د چین د فنګویان لمټېد شرکت رییس د دغه وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د نفتو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ په افغانستان کې د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو خبرې شوې دي. د یادېکمپنۍ رییس ویلي، چې دوی د عصري وسایلو او متخصصو کارمندانو په درلودو سربېره د اکتشاف په برخه کې له 2013 کال راپه دېخوا تجربه لري او د قرغزستان هېواد د نفتو د استخراج او پروسس په برخه کې په کار بوخت دي. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست بیا ټولو بهرنیو او کورنیو شرکتونو ته په هېواد کې د پانګونې لپاره د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.