د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې دغه بندیان به د یوې منظمې تګلارې او رامنځ ته شوو میکانیزمونو له مخې آزادېږي. دده په خبره د ۱۵۰۰ زندانیانو خوشي کول د روانې کب میاشتې له څلور ویشتمې پیلېږي او هره ورځ به سل کسه زندانیان د دوی روغتیايي وضعیت او عمر ته په کتو له زندان ازادېږي. دغه زندانیان به بایومتریک کېږي او همدا راز به ژمنه کوي چې د جګړو لیکو ته نه ستنېږي. د فرمان له مخې د بین الافغاني خبرو په جریان کې به هم د طالب زندانیانو خوشي کول ادامه پیدا کوي خو دا هر څه په مشروط ډول مخ ته ځي. صدیقي وایي د زندانیانو خوشي کول باید په هېواد کې د جګړو او تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کموالی راولي او د جګړو د دوام سبب نه شي.