د کندهار ولایت د ښاروالۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د ښاروالۍ له لوري په پلې کېدونکو پروژو کې ۸ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د کندهار د ښاروالۍ ویاند وایي، چې د بېکارۍ د کچې کموالي په موخه یې له مرستندویه ادارو سره په همغږۍ یې شاوخوا ۸ زره کسان پر کار کړي دي. د مالوماتو له مخې دغه په بوخت کسان د ښار په بېلابېلو سیمو او ولسوالیو کې د لنډ وخت لپاره د کار زمینه برابره شوې ده. د یادولو وړ ده، چې یادو په کار بوختو کسانو ته د مرستندویه بنسټونو له خوا د کار په بدل کې پیسې او یا خوراکي توکي ورکول کېږي.