د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د اقتصادي کمېسیون په نوبتي ناسته کې، په یو شمېر اقتصادي طرحو بحث شوی دی. د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برېښنایي سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه او ځینو نورو موضوعاتو خبرې شوې دي. په یادو طرحو کې چې بحث پرې شوی او منظوره شوې هم ده، هغه د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه ده. د یادولو وړ ده، چې د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا اته میلیارده افغانۍ پانګونه وکړي.