د افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن ماښام ۶ بجې دویمه شل اوریزه لوبه ترسره کیږي. افغان لوبډله چې د سریلانکا هیواد په سفر تللې تردې دمه یې له کوربه لوبډلې څخه کومه نه ده ګټلې، افغان لوبډلې تردې وړاندې سیالۍ لوبډلې ته یوازینۍ ټیسټ لوبه، د یو ورځنیو لوبو لړۍ او همدا راز لومړۍ شل اوریزه لوبه بایللې ده. د نننۍ لوبې ګټل د افغانستان لپاره ډېر زیات اړین بلل کیږي، ځکه که چیرته دا لوبه بایلي نو؛ د شل اوریزو لوبلړۍ به هم کوربه لوبډله په خپل نوم کړي. افغان لوبډله که څه هم په شل اوریزو لوبو کې له غوره لوبډلو څخه ګڼل کیږي، خو بیا یې هم په دې لوبلړۍ کې په ماتې پیل کړی دی، بل لورته یو شمېر د کرکټ مبصرین بیا د راشد خان او مجیب الرحمن نشتون په لوبډله کې د پرله پسې ماتو لامل بولي.