د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د یاد وزارت د اوبو معین د آلمان هیواد د راک ګرین او الفاتیک شرکتونو له مسوولینو سره په کتنه کې د اوبو او انرژۍ په پروژو کې د همکاري په تړاو خبرې کړې دي. په دې کتنه کې، د یادو شرکتونو مسؤلینو د اوبو او انرژۍ د پروژو په برخه کې د پانګونې د جلبولو او له دغه وزارت سره د نورو تخنیکي همکاریو په ترسره کولو کې لېوالتیا ښودلې ده. دغه راز د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین په دغه کتنه کې، د آلمان هېواد د موسساتو د پخوانیو مرستو مننه کړې او ډاډ یې ورکړ، چې د دغه وزارت رهبري به د یادو شرکتونو د لېوالتیا د هرکلي ترڅنګ د ګډو همکاریو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې له دوی سره بشپړه همکاري کوي.