سبا په کابل کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د برخلک په اړه د سولې مشورتي لویه جرګه جوړېږي. ولسمشر غني ویلي، چې د ولس له استازو سره به ددغه بندیانو او د سولې اړوند مسایلو په اړه مشوره کوي. طالبانو، د ولسي جرګې د رییس په ګډون یو شمېر وکیلانو او په کابل کې ځینو سیاسي څېرو له دې مشورتي لویې جرګې سره مخالفت کړی او دغه کار یې د سولې د روان بهیر په مخ کې خنډ بللی دی. د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي او حقوقي چارو کارپوهان، نصرت الله حقپال او شیرخان حبیب. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.