د کندوز ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د روان کال په تېرو ۱۰ میاشتو کې نږدې ۵۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رئیس وایي، چې په تېرو لسو میاشتو کې یې ۸۲ زره ۹۰۲ کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي دي او له همدې درکه یې ۵۰ میلیونه، ۶۳۴ زره افغانۍ عواید راټول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره د برېښنایي پېژندپاڼو وېش چټک شوی او د لا زیاتو آسانتیاوو په موخه د یاد ولایت سربېره، په ګڼ شمېر ولسوالیو کې هم د پېژندپاڼو د وېش مرکزونه فعال شوي دي.