د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ویلي، چې د روان مالي کال د سلواغې میاشتې په بهیر کې، له دې لارې، ۳۸۱ زره ۴۶۹ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان بندر له لارې ۳۱۲ زره ۵۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۸ زره ۱۳۳ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۷ زره ۵۹۵ ټنه چې ټولټال ۳۷۸ زره ۲۵۳ ټنه نفتي او خوارکي توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۳۲۱۶ ټنه تجارتي مالونه صادر او ټرانزیټ شوي دي. د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې ژمنه کړې چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي.