د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا ورځ لس نیمې بجې یوازینۍ ټیسټ لوبه پیلېږي. د مالوماتو له مخې له ایرلینډ سره لوبې د افغانستان په کوربه توب په ابوظبۍ کې ترسره کیږي. افغان لوبډله به له دې لوبې وروسته راتلونکې اونۍ له ایرلنډ سره درې یوورځنۍ لوبې هم وکړي او له هغه وروسته به د دریو شل اوریزه لوبو لړۍ ترسره کړي. افغان لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه له دې وړاندې له سریلانکا، هند او متحده عربي اماراتو سره هم سیالۍ ترسره کړې دي. د شل اوریز نړیوال جام نړیوال سیالۍ د متحدوایالتونو او ویسټ انډیز په کوربه توب د غبرګولي یا جوزا په ۱۲مه نېټه د نړۍ د شلو غوره لوبډلو ترمنځ پیلېږي او د چنګاښ یا سرطان تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.