د پښتنو قامي جرګه وایي په افغانستان کې دې بهرنۍ لاسوهنې ختمې شي. دغه جرګه په پادشاخان بنسټ کې جوړه شوې وه او په هغه کې د پښتنو ګڼو سیاسي جریانونو او ګوندونو ګډون کړی و. دوی په سیمه کې د پښتنو پر مهمو ستونزو خبرې وکړې او په پای کې یې یوه اعلامیه هم صادره کړه. د پښتنو قامي جرګې ته د خبرو پر مهال اسفندیار ولي خان وویل په افغانستان کې دې بهرنۍ لاسوهنې ختمې کړل شي او پاکستانی حکومت دې له افغانستان سره د ښو اړیکو لپاره هڅې وکړي. دده په خبره پر ډیورنډ فرضي کرښه دې ۱۲ تړل شوې سیمې بېرته پرانیستل شي څو پښتانه په خپلو کې تګ راتګ وکړي او اړیکې پراخې شي. دوی همدا راز له پاکستاني حکومت وغوښتل چې د پښتنو ځورونه ودروي او په بېلو نومونو ددغه قوم له ځپلو او ختمولو لاس واخلي. د پښتنو قومي جرګې پرېکړه کړې چې دوه اونۍ وروسته به یوه ستره غونډه رابولي او خپلې غوښتنې به تعقیبوي.