د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي په افغانستان کې د اسلامي امارت د راګرځېدو ملاتړي نه دي. دغه شورا د طالبانو او امریکا د سولې هوکړې په اړه خپل پرېکړه لیک صادر کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي ژر تر ژره باید بین الافغاني خبرې پيل شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید مذاکرات دوام وکړي. امنیت شورا پر طالبانو او افغان حکومت غږ کړی چې د باور فضا پیاوړې کړي، د زندانیانو د تبادلې لپاره اقدامات وکړي او تاوتریخوالی دې تر وروستۍ کچې کم کړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان سوله دسیمې لپاره مهمه بلله ده او ژمنه یې کړې چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې هر اخیزه هڅه کوي. دوی همدا راز ویلي چې د طالبانو اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني او ددغه رژیم د راګرځېدو هېڅ راز پلویان او ملاتړي نه دي.