د سولې مشورتي لویې جرګې کاري کمېټو پرون خپل رپوټونه وړاندې کړل او ټاکل شوې چې نن د جرګې وروستۍ پرېکړه اعلان شي. د کاري کمېټو په رپوټونو کې تایید شوې وه چې د سولې د خبرو د پیل لپاره دې پاتې څلور سوه بندیان خوشې شي، خو ورسره دا چاره له ځینو شرطونو سره هم غوټه شوې وه. ځینو کمېټو ویلي وو چې بهرني هېوادونه باید تضمین وکړي چې دا کسان به بیا جنګ ته نه ستنیږي او طالبان به د بندیانو له خوشې کولو وروسته اوربند کوي او له افغان حکومت سره به خبرې پیلوي. د ځینو کمېټو په پرېکړو کې دا هم ویل شوي وو چې دوی د جمهوریت او اوسني اساسي قانون دوام غواړي او د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې دې هم وساتل شي.
داسې ښکاري چې نن به په وروستۍ پرېکړه کې هم د بندیانو خوشې کول تایید شي، خو ځیني شرطونه به هم ورسره یاد شي. د دې تر څنګ د اوسني اساسي قانون ساتنه او د جمهوریت دوام به د ځینو نورو مسایلو تر څنګ د سرو کرښو او د جرګې د غوښتنو په توګه را مخ ته کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې د جرګې دا ډول پرېکړې به د سولې پر پروسه او د بین الافغاني خبرو پر پیل او بریا څه اغېز ولري؟
جرګې د بندیانو خوشې کول تایید کړي چې دا یو ښه ګام دی. که څه هم شرطونه شته، خو د ځینو شرطونو عملي کېدل ناممکن دي. دا به ساده وي چې طالبان تضمین وکړي چې خوشې کېدونکي کسان به بېرته د جګړې لیکو ته نه ورستیږي، خو دا چې له دې امله دې مخکې له مخکې اوربند وشي، یا دې طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي او یا دې هم کوم بهرنی هېواد د دې چارو تضمین وکړي، دا شرطونه عملي نه ښکاریږي. اوس که حکومت د بندیانو د خوشې کولو لپاره یوازې پلمې ته اړتیا لرله، نو ښايي جګړې ته د دوی د نه ستنېدلو پر تضمین بسنه وشي او دوی خوشي شي، خو که موخه خنډ جوړول وي، نو بیا د جرګې له خوا وړاندې شوي شرطونه چې ځینې یې غیر عملي دي، ښايي جدي ونیول شي او خنډونه جوړ شي.
د جمهوریت دوام، د اوسني اساسي قانون او تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو ساتنه، هغه مسایل دي چې د سولې په برخه کې د پرمختګ پر ځای ستونزې جوړوي. اوس د دې وخت نه دی چې سرې کرښې وټاکل شي، بلکې د جوړجاړي، انعطاف او قربانۍ وخت دی. د دې پر ځای چې د جمهوریت پر ساتنې ټینګار وشي، ښه ده، پر دې ټینګار وشي چې د افغانستان نظام د افغانانو په خوښه وټاکل شي چې دا خپله جمهوریت دی. که د افغانستان ډېری خلکو هر نظام انتخاب کړ، همغه دې ومنل شي او د دې لپاره باید ټولپوښتنه وشي. دغه راز پر اوسني اساسي قانون ټینګار بل خنډ دی. اساسي قانون باید بدل شي، ځکه ډېرې ستونزې لري. پکار ده چې د افغانستان د خلکو د نظریاتو پر اساس نوی اساسي قانون جوړ شي، ځکه چې پر اوسني اساسي قانون ټینګار به د سولې پر وړاندې خنډ جوړ کړي. له بله اړخه که طالبانو دا اساسي قانون، جمهوریت او نور منلی، نو بیا یې اتلس کاله ولې جګړې کوله!؟
له همدې امله د جرګې په پرېکړو کې ستونزې شته چې هیله ده په وروستۍ پرېکړه کې دا ستونزې را کمې شي. د دې تر څنګ حکومت هم باید د جرګې له ځینو غوښتنو د سولې په برخه کې د خنډ په توګه استفاده ونه کړي، بلکې د جرګې د پرېکړې پر اساس ژر پاتې څلور سوه بندیان خوشې کړي او د سولې بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.