امریکا د کرونا ویروس خپرېدو سره سم له منځني ختیځ څخه د خپلو ځواکونو ایستلو لړۍ پیل کړې ده. د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، امریکا له تېرو دوو اوونیو راهیسي له کویټ څخه خپل زر سرتېري ایستلي دي او په پام کې ده چې خپل دوه زره نور سرتېري هم په نږدې راتلونکي کې له دې سیمې څخه وباسي. ټرمپ په دې وروستیو کې په منځني ختیځ کې د خپلو ځواکونو شمېر له اتیا زرو څخه نوي زرو ته لوړ کړی وو او په وار وار یې په دې سیمه کې د خپلو ځواکونو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې راپورونه وایي، چې امریکا له افغانستان څخه هم د خپلو ځواکونو ایستلو لړۍ پیل کړې ده.