د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد خان په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې اوس یې روغتیا د ډاډ وړ ده او د ایرلنډ خلاف د شل اوریزو سیالیو لپاره یې تمرینات پیل کړي دي. د راشد دغه مرکه د کرکټ بورډ پر خواله رسنیو خپره شوې ده، نوموړي په دغه مرکه ویلي، د ملا عملیات له امله چې درې میاشتې له کرکټ څخه لرې پاتې شو، دا انتظار ورته ډیر سخت و. راشد خان ویلي تازه یې تمرینات پیل کړي او چمتو دی، چې د ایرلنډ لوبډلې خلاف په شل اوریزو سیالیو کې یو ځل بیا د خپل هیواد لپاره لوبو کولو ته دوام ورکړي. نوموړي په مرکه کې دغه راز ملي لوبډلې ته د ځوانو لوبغاړو په راتګ هم خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې باید د لوبغاړو لپاره کورنی کرکټ لا زیات شي، تر څو د کرکټ راتلونکی مو روښانه شي.