د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ایران غږ کړی دی چې په دغه هېواد کې په غلطه نیول شوي امریکایي وګړي دي د بشردوستۍ له مخې خوشې کړي. هغه ایران ته په خطاب کې ویلي، ښه درته مالوم یو چې دریځ مو څومره قاطع دی نو وړاندې تر دې چې کوم بندي مړ شي او مسوولیت یې در له غاړې شي، ښه به وي چې هغوی ژر تر ژره خوشي کړی. امریکا دا خبرداری وروسته تر هغه ورکوي چې ایران پرون د یو فرمان له مخې له ټولو زندانونو څخه ۷۰ زره بندیان خوشې کړل خو په هغو زندانونو کې چې دا ناروغي پکې خپره شوې ده لا هم امریکایي وګړي ساتل کېږي. د راپورونو له مخې ایران کې د کرونا ویروس له امله ۲۹۱ کسان مړه شوي او ورباندې د اخته کسانو شمېر اته زرو ته لوړ شوی دی.