د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دیاد وزارت سرپرست وزیر د ترکیې د «هولدنک ایلدیزلم» شرکت له استازي علي واحد آتیچي سره کتلي دي. د مالوماتو له مخې په دېکتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې پر شته فرصتونو او د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په موخه یې د سراسري امنیت په اړه خبرې کړې دي. په دې کتنه کې د ترکي شرکت استازي، په افغانستان کې د سرو زرو، مسو او سرب کانونو په برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي چې د امنیت په ټینګښت سره، د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته شوي او اوسمهال په کندوز او فاریاب کې د سرو زرو لويې پروژې د پانګونې لپاره اعلان ته سپارل شوي دي.