افغان حکومت یو ځل بیا د طالب زندانیانو خوشې کول مشروط کړي دي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، افغان حکومت د طالب زندانیانو خوشې کولو ته ژمن دی خو په دې برخه کې ځینې شرطونه هم لري. نوموړي زیاته کړې، لومړی شرط دا دی چې طالبان باید له جګړې لاس واخلي، داسې نه کیږي، چې هم جګړه کوي او هم امتیاز غواړي. هغه زیاته کړې، دوی د زندانیانو په اړه تضمین غواړي، خوشي کېدونکي طالبان باید د دې ډلې جنګي ماشین تود نه کړي. صدیقي ویلي، د طالبانو په زندانيانو کې يو شمېر بهرنيان هم شته، خو نوموړي په دې اړه نور جزيات ورنه کړل. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، په طالبانو غږ کوي چې د افغانانو له وژنې لاس واخلي او تاوتریخوالی کم کړي. صدیقي څرګنده کړې، د سولې په جوړیدونکې رهبري شورا کې ټول سیاسي مشران شامل دي، د خبرو اترو پلاوي په اړه خبرې نهايي کېدو ته نږدې دي او په وینا یې، اوس هم د یو شمېر سیاسي مشرانو مشورو ته منتظر دي څو لېست نهايي شي. نوموړي د اجراییه ریاست لغوه کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، کله چې د دویمې دورې په توګه ولسمشر لوړه وکړه نو څرګنده ده چې نور اجراییه ریاست وجود نلري.