په کابل کې د اذربایجان سفیر ویلي، چې هېواد یې غواړي د اقتصاد، کرنې، تېلو او ګازو تر څنګ د ټرانس کسپین کوریدور په برخو کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي. الهام محدوف پرون د سرپرست حکومت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې دا خبرې کړې دي. د سیاسي مرستالۍ دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي محدوف په کابل کې د اذربایحان د سفارت پرانیستل د دواړو هېوادونو لپاره تاریخي فرصت وباله. په خبرپاڼه کې د سرپرست حکومت سیاسي مرسیال له قوله لیکل شوي، چې سرپرست حکومت غواړي د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د اقتصادي پله حیثیت ولري او د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو له لارې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره کار وکړي. دغه راز سیاسي مرستیال د دواړه هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په پراختیا هم ټینګار کړی او له اذربایجاني پانګوالو یې غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.