د فوټبال نړیوال ته جام ته د لار موندنې سیالیو په لړ کې نن شپه ۱۱نیمې بجې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله له هند سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې نوي روزونکي اشلي ویست ویلي، چې په سعودي عربستان کې یې د دې سیالیو لپاره بشپړ چمتو والی نیولی دی. افغان لوبډله به له هندۍ لوبډلې سره په یوه بله لوبه کې هم مخ شي، چې هغه د راروانې سې شنبې په ورځ د مارچ په ۲۶مه نېټه ترسره کیږي. که افغان لوبډله په خپلو دواړو لوبو کې د هند لوبډله ماته کړي؛ نو تر قطر او کویت وروسته به په خپل ګروپ کې درېیم ځای خپل کړي.