د مشورتي لویې جرګې د پرېکړې پر اساس ولسمشر غني د پاتې څلور سوو بندیانو د خوشي کولو فرمان لاسلیک کړی دی. په دې سره اوس اټکل دی چې په راتلونکې اونۍ کې به د سولې بین الافغاني خبرې په دوحه کې پيل شي. ټاکل شوې د قطر ځانګړی استازی کابل ته راشي او له دې ځایه افغان پلاوی په یوه ځانګړې قطري الوتکه کې دوحې ته ولېږدوي.
په قطر کې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ د خبرو د اجنډا په تړاو ډېر معلومات نشته، خو ویل کېږي چې د راتلونکو خبر پر وخت، ځای او اجنډا به خبرې کېږي. د دې تر څنګ به اوربند او د پاتې طالب بندیانو د خوشې کولو موضوع هم د لومړنۍ غونډې احتمالي اجنډا ګڼل کېږي. له کابله ورغلي پلاوی به هڅه وکړي چې پر طالبانو اوربند ومني، خو طالبان به هڅه وکړي چې د زرګونو نورو طالب بندیانو خوشې کولو ته لاره هواره کړي او له کابله ورغلی پلاوی پر دې چاره قانع کړي. که حکومت د یو مهالوېش له مخې د طالب بندیانو خوشې کول ومني، نو دا هم شونې ده چې طالبان اوربند ته زړه ښه کړي او د سولې په برخه کې یو مهم پرمختګ وشي.
له دې سره سره دوې ستونزې په مخ کې دي:
لومړۍ: د سولې په راتلونکو بین الافغاني خبرو کې یوه مهمه او اساسي ستونزه دا ده چې له کابله ورتلونکی پلاوی د پرېکړې صلاحیت نه لري. دا چاره د بین الافغاني خبرو پر کار منفي اغېز کوي، ځکه له یوه اړخه به له کابله ورغلی پلاوی واضح دریځ نه شي نیولی او له بله اړخه به د هرې خبرې او پرېکړې لپاره له کابل سره مشوره کوي او یا به کابل ته راځي او دلته به له خبرو وروسته بېرته طالبانو ته ځوابونه وروړي. دا چې طالبان به بیا هغه ځوابونه مني او که نه، معلومه نه ده. په دې ډول پرېکړه او نهايي پایلې ته رسېدل، ډېر ستونزمن شوي دي. دا چاره به هم وخت ضایع کړي او هم به د سولې پر خبرې منفي اغېز وکړي. له همدې امله حکومت باید پر دې چاره له سره غور وکړي او آن که د دې لپاره په ټاکل شوي پلاوي کې بدلون ته هم اړتیا وي، باید دا کار وشي.
دویمه: د دواړو اړخونو د دریځونو ترمنځ هم ډېر توپیر شته. د نظام له ډول نیولې تر اساسي قانون، د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې، له اسلام څخه تفسیر او ګڼو نورو مسایلو کې د دواړو اړخونو ترمنځ ډېر واټن دی. له همدې امله سخت او پېچلي بحثونه په مخ کې دي. له بده مرغه شته توپیرونه ډېر دي، نو ځکه به یې حل نه یوازې ستونزمن وي، بلکې ډېر وخت به واخلي. د دې لپاره چې دا ډول مسایل حل شي، پکار ده ځیني معیارونه وټاکل شي. یو معیار ښايي دا وي چې په لویو اختلافي مسایلو کې پرېکړه ولس ته پرېښودل شي. د بېلګې په ډول که حکومت پر جمهوریت او طالبان پر امارت ټینګار کوي او پایلې ته رسېږي، نو لاره یې دا ده چې څو انتخابونه ولس ته وړاندې شي او په یوه ټولپوښتنه کې باید ولس د نظام یو ډول انتخاب کړي. له همدې امله پکار ده چې په لومړنۍ غونډه کې د راتلونکو پرېکړو پر معیارونو هم بحثونه وشي او راتلونکې لاره هواره شي.