جوزف پولیتزر امریکايي لیکوال او خبریال دی. هغه ځکه په نړۍ کې مشهور دی چې د پولیتیزر په نامه یې د یوې مشهورې نړیوالې او معتبرې جایزې بنسټ اېښی دی. دا جایزه تر ډېره د ادبیاتو، هنر، خبریالۍ او نورو بشري علومو په برخه کې ورکول کېږي. جوزف پولیتزر د خپل وخت مشهور، شتمن او د ښه مدیریت نمونه خبریال و. هغه د خپل ژوند پر مهال څو ورځپاڼې واخیستې، د امتیاز خاوند یې و، شتمن شو او له خپلې شتمنۍ یې د ژورنالېزم او خبریالۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې ګټه پورته کړه.
جوزف پولیتزر د ۱۸۴۷ز کال د اپرېل په لسمه دې نړۍ ته راغلی دی. پلار یې د هنګري او مور یې هم یهودي مذهبه المانۍ وه. دی د هنګري په مکو ښار کې زیږېدلی، خو بیا امریکا ته تللی دی او ټول فعالیتونه یې په امریکا کې مخ ته وړي دي. اوولس کلن و چې غوښتل یې له امریکایي پوځ سره یو ځای شي. ده دې څه مودې لپاره د امریکا په ځینو ښارونو کې له پوځ سره د یو ځای کېدو لپاره هڅه وکړه. پلار یې شتمن کس و، تر یوه وخته یې د ده ملاتړ کاوه، خو په نظامي مرکزونو کې تر څو میاشتو سرګردانۍ وروسته دی بریالی نه شو، چې پوځ ته لاره پیدا کړي. ده غوښتل د امریکا د کورنیو جګړو پر مهال مهم پوځي وي، خو د سترګو کمزوري او د ده د بدن کمزوري د دې کار خنډ شوه.
د ځوانۍ کلونه یې سخت وو، ویل کېږي کله چې په پوځ کې ونه منل شو او بېرته کور راګرځېدو، نو د ځینو کارونو فکر ورسره پیدا شو. ده غوښتل ازاد کارو بار ولري، په څو ښارونو وګرځېد، خو ناکام شو، بېرته را وګرځېد او شته پیسې یې هم خلاصې کړې. ویل کېږي چې خپل کور ته د راګرځېدو پر وخت دومره پیسې نه وې ورسره چې د اورګاډي کرایه پرې کړي، نو اړ شو چې خپل د غاړې دسمال وپلوري او ځان ورسوي. بیا په یوه هوټل کې د خدمې په توګه کار پیلوي او غواړي ګزاره وکړي. همدلته له ځینو کسانو سره پېژني، له لیکوالانو سره مخامخ کېږي او ځینې خبریالان دلته ویني.
ده څو کاله مطالعه وکړه، انګلیسي یې زده کړه او د بېکارۍ پر وخت به یې حقوق او نور سیاسي نظریات لوستل. له څو کاله بېکارۍ او پرله پسې هڅو وروسته بریالی کېږي چې په ۱۸۶۹ز کال کې په ویسټ ولېش ورځپاڼه کې کار پیل کړي. کار یې دومره لوی او مهم نه و، خو هر لوی ګام له وړو حرکتونو پیلېږي. ده هڅه کوله اړیکې یې پراخې شي، له امریکایي او نورو چارواکو سره یې اړیکې ښې کړې. په ورځپاڼه کې یې د خپل لیاقت له مخې ځان ته ځانګړی ځای پیدا کړ او لیکل به یې کول. ده ته د رېل پټلیو د نوو جوړېدونکو برخو په اړه د راپور چمتو کولو دنده سپارل شوې وه، په دې یې هم پوره کار کاوه او هڅه یې کوله پر وخت او دقیق معلومات وړاندې کړي. همدې مسئلې د ځينو سیاسیونو پام هم ور اړولی و. ځینو ده ته اجازه ورکړې وه چې له کتابتونونو او موادو یې استفاده وکړي او خپل فعالیتونه مخ ته یوسي. دی له همدې ځایه له جمهوري غوښتونکي ګوند سره یو ځای کېږي.
په دې وخت کې ده ډېر تمایل د جمهوري غوښتونکي ګوند افکارو ته درلود او په دې ګوند کې یې ځان ته د ځای پيدا کولو هڅه کوله. د دې ګوند نوماند هوراس ګریلي و، په ټاکنو کې ودرېد، دوی یې ملاتړ وکړ، خو ماتې یې وخوړه او له دې سره جوخت جمهوري غوښتونکی ګوند هم مات شو. په ۱۸۶۹ز کال کې ګوند منحل شو او پولیتزر له ډیموکراتانو سره یو ځای شو.
ده د سیاسی فعالیتونو تر څنګ د خبریالۍ په برخه کې خپل فعالیت ته ادامه ورکوله. دی وایي، له دې مسلک سره یې مینه وه او هڅه یې کوله اصلي ژورنالېزم او خبریالي خپل ځای پيدا کړي. ده په دې موده کې لږ او ډېرې پیسې هم پیدا کړې وې او په ۱۸۷۲ز کال کې یې په پست ورځپاڼه کې په ۳۰۰۰ امریکايي ډالر یوه ونډه واخیسته. یو کال وروسته یې خپله ونډه په ښه ګټه وپلورله. په ۱۸۷۹ز کال کې یې په یوه وخت کې دوې ورځپاڼې سنت لوئیس دیسپیچ او سنت لوئیس پست وپېرلې. دا دواړه یې سره یو ځای کړې او یوه واحده ورځپاڼه یې چاپ کړه. دا ورځپاڼه د دې سبب شوه چې خپل افکار په ښه توګه نورو ته ورسوي. پیاوړی مدیریت وکړي او ځان ته د هغه وخت په حاکم سیاسي چاپېریال کې د ډاډ وړ ځای پیدا کړي.
پولیتزر په همدې توګه ورځ تر بلې د ژورنالېزم او ورځپاڼو په کاروبار کې شتمن کېدو. پیسې یې پیدا کولې او خپل کار ته یې پراختیا ورکوله. په ۱۸۸۲ز کال کې شتمن شوی و او یوه لویه ورځپاڼه یې په لوړه بیه واخیسته. ده د نیویارک ورلډ ورځپاڼه په هغه وخت کې په ۳۴۶زره امریکايي ډالره وپېرله. دا پیسې په هغه وخت کې ډېر شی وې. د پولیتزر تر پېرلو مخکې ورځپاڼې هر کال نږدې څلوېښت زره ډالر زیان کاوه، خو نوموړي دا هر څه بدل کړل.
دی ډېر ماهر کس و. کتل یې چې لوستونکي څه غواړي او کوم فرصتونه شته چې باید ګټه ترې واخلي. خلاوې به یې پیدا کولې، له منځه یې وړلې، د خلکو د خوښې وړ داستانونه یې ورځپاڼو ته راوستل، سیاسي فعالیتونه یې په پوره ځيرکۍ مخ ته وړل. ډېر افشاکوونکی کار یې کاوه، له ډېرو مسایلو یې پرده پورته کوله، تحقیقي ژورنالېزم یې کاراوه او خلکو ته یې نوي موضوعات وړاندې کول. ده له ځان سره په ورځپاڼه کې تکړه خبریالان ګومارل، په ګډه یې کار کاوه او د ټولو چارو مستقیم مدیریت یې په لاس کې و. د نیویارک ورلډ له پېرلو وروسته یې په ۱۸۸۷ز کال کې مشهور او تکړه خبریال او محقق نیلي بيلي له ځان سره وګوماره. نوموړی هغه مهال وتلی او مشهور خبریال و. په دې سره یې کار او فعالیتونه اوج ته ورسېدل. دوی یوازې پر همدې کار تمرکز ونه کړ، هڅه یې وکړه چې د بېلو قشرونو لوستونکو لپاره نوي مطالب ولري. د هرې طبقې او هرې ډلې لوستونکي ورسره وي، له همدې امله یې په ۱۸۹۵ز کال کې لومړنۍ امریکايي کمېډي ورځپاڼه هم چاپ کړه. دا ورځپاڼه ډېرو خلکو ته د پام وړ وه، په ډېر کم وخت کې یې د چاپ شمېر له پنځلسو زرو شپږ سوه زرو ګڼو ته ورسېد. دا هغه څه وو چې د پولتیزر په مدیریت کې رامنځ ته کېدل. ده غوښتل چارې یې پراخې شي، فعالیتونه یې اغېزناک شي او له دې لارې نه یوازې دا چې پیسې وګټي؛ بلکې د حقیقي ژورنالېزم د پراختیا لپاره ګامونه اوچت کړي.
د پولیتزر بریاوې د دې سبب شوې چې ځینو ته خطر پېښ شي او ځینې بیا رخه ورسره وکړي. د هغه پرله پسې بریاوو د ده مخالفین ډېر کړل. دوی هڅه کوله چې په ټولنه کې د پولتیزر موقف او ځای ځایګي ته زیان ورسوي.
په دې وخت کې دی له ورځپاڼې لرې و، ناروغ و، خو سره له دې یې هم ورځپاڼه مدیریت کوله او له لرې یې ټولې چارې تنظیمولې. په ۱۸۹۵ز کال کې ویلیام راندولف هرست د نیویارک ژورنال ورځپاڼې امتیاز د پولتیزر له ورور واخیست. دوی د امریکا او اسپانیا د جګړې خبري پوښښ ته مخه کړه او په دې برخه کې یې رقابت پيل کړ. د پولتیزر او راندولف د ورځپاڼو تر منځ د ژېړ ژورنالېزم رقابت روان و. دغه جګړه اوږده شوه او په دې منځ کې د دې دواړو ورځپاڼو رقابت هم شدید روان و. جګړه په ۱۸۹۸ز کال کې په هاوانا خلیج کې د یوې امریکایي بېړۍ تر چاودلو او له منځه تللو وروسته پیل شوې وه.
راندولف هڅه کوله چې په دې مسئله کې اسپانیا پړه وبولي او په همدې لړ کې و، چې د وخت ولسمشر د اسپانیا پر ضد د جګړې امر وکړ، خو پولتیزر خپلې ورځپاڼې او خبریالانو ته د حقیقت د موندلو امر کړی و. ده هڅه کوله جګړه ختمه شي او دا حقیقت روښانه شي چې بېړۍ پخپله چاودلې ده او که نه د اسپانیې لاس په دې پېښه کې شته دی. د دوی پلټنو وښوده چې بېړۍ د خپل ماشین د خرابوالي له امله له منځه تللې ده او چاودنه پکې رامنځ ته شوې.
همدې د نظر اختلاف د دوو ورځپاڼو تر منځ سخت جنګ پيل کړ. پر یو بل به یې تورونه لګول او د یو بل پر ضد یې لیکنې کولې. په پایک کې په ۱۹۰۹ز کال کې تیودور روزولت او جي پي مورګان د سپکاوي او توهین په تور د پولیتزر پر ضد شکایت وکړ. محکمې هم تر اوږدو بحثونو او ناندریو وروسته د پولیتزر ورځپاڼه په څلوېښت میلیونه ډالر جریمه محکومه کړه. خو ورځپاڼې او پولیتزر له خپلو هڅو لاس وا نه اخیست او لا هم د حقیقت په لټه کې وو، تر دې چې په ۱۹۱۱ز کال کې د دوی هڅو او فعالیتونو نتیجه لرله. د څېړنو او تحقیق کمېسیون وویل چې د بېړۍ په پېښه کې دوی په حقه دي او د سپکاوي مسئله هم قصدي نه وه، نو ځکه یې له جرمې برائت ورکړ او دغه تور بېرته واخیستل شو.
پولیتزر په خپل نامه د یوې جایزې بنسټ کېښود. دا په امریکا کې تر ټولو معتبره هنري جایزه ګڼل کېږي. د دې جایزې لپاره کتابونه، ژورنالیستیک اثار او نور هنري اثار په پوره دقت انتخابېږي او په هر اړخیزه توګه ارزول کېږي.
جوزف پولتیزر مشهور امریکایي خبریال په خپله خوښه کلمبیا پوهنتون ته ورغی او هلته یې د ژورنالېزم د مسلکي زده کړې څانګه پخپل شخصي لګښت جوړه کړه. جایزه په لومړي سر کې ۲۵۰ زره ډالره وه، د بورسونو ورکړه یې هم یوه برخه وه. تر مرګ وروسته یې د لومړي ځل لپاره پولیتزر جایزه په ۱۹۱۷ز کال کې وړ کسانو ته ورکړل شوه. اوس هر کال د اپرېل په میاشت کې دغه جایزه ورکول کېږي او د یوه کال په اوږدو کې ځانګړي شوي اثار په سمه توګه ارزول کېږي.
پولیتزر په ۱۹۱۱ز کال کې د جنوبي کارولینا په چارلستون بندر کې ومړ او په نیویارک کې خاورو ته سپارل شوی. یوه خبره د یادولو ده چې د کولمبیا پوهنتون د ده په ژوند د ژورنالېزم څانګه جوړه نه کړه، موافقه یې ورسره ونه کړه، خو تر مرګ یو کال وروسته یې د ده له وصیت سره سم دغه څانګه جوړه کړه. دا اوس د نړۍ په کچه د ژورنالېزم تر ټولو باوري او معتبره څانګه ګڼل کېږي چې هر کال د نړۍ تکړه او نوموتي خبریالان ترې فارغېږي.
ده په خپل وصیت کې لیکلي وو چې له خبریالۍ سره بې شانه مینه لري. له همدې امله باید د ده په نامه هر کال څلورو خبریالانو، څلورو د ادبیاتو لیکوالانو، یوه جایزه د ښوونې او روزنې برخې او څلور جایزې د بورسیو په توګه ورکړل شي. اوس دا جایزې ډېرې شوې دي او ډېرو کسانو ته ورکول کېږي. له افغانستان هم د پولیتزر جایزه یوه افغان عکاس مسعود حسیني اخیستې. مسعود حسیني په دې توګه یوازینی افغان دی چې دغه جایزه یې اخیستې ده. هغه د ۱۳۹۰لمریز کال په عاشورا کې تر یوې چاودنې وروسته د قربانیانو انځورونه اخیستي وو چې په نړیواله کچه مشهور شول او ده ته یې د زړور خبریال لقب هم ورکړ.