په افغانستان کې د امریکا یوه پخواني سفیر رونالډ نیومن په تازه څرګندونو کې ویلي د پرمختګونو او لاس ته راوړنو ساتل د امریکا ستره موخه ده. نوموړي همدا راز د امریکایي ځواکونو د حضور او وتلو په اړه ویلي چې ددې قرار دادونو په لاسلیک سره امریکایي ځواکونه له افغانستان پښې نه سپکوي، خو که طالبان ټینګار وکړي ښايي د امریکایي ځواکونو له لوري وځپل شي. نیومن ویلي د سولې هوکړې عملي کېدو ته باید صبر وشي او بریا یې د افغان حکومت، طالبانو او امریکا په ژمنتیا پورې تړلې ده. نوموړي هيله څرګنده کړې چې د سولې رامنځ ته شوې هوکړه روانه جګړه ختمه کړي او د امریکايي ځواکونو حضور کم کړي.