روسیې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي افغانستان ته به سرتېري لېږي. په کابل کې د روسیې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي په دې وروستیو کې یو شمېر رسنیو د ضمیر کابلوف له قوله لیکلي چې د اړتیا پر مهال به روسیه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان ته ځواکونه لېږی. د روسیې سفارت وایي چې کابلوف دغه ډول څرګندونې نه دي کړې او نه هم د روسیې د حکومت په پلانونو کې دغه ډول څه شته دي. سرچینه کاږي چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ ملاتړي دي او له دې پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي. څو ورځې وړاندې رسنیو د ضمیر کابلوف له خولې لیکلي و، چې روسیه د سولې هوکړې ملاتړ کوي خو که اړتیا پېښه شي او افغان حکومت وغواړي نو روسي ځواکونه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره افغانستان ته ورتلی شي.