په اذربایجان کې د ایران سفیر عباس موسوي له یوې ښځینه خبریالې سره له مرکې وروسته، چې حجاب یې نه و اغوستی، له دندې ګوښه شوی دی. د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، په اذربایجان کې د ایران ایران نوی سفیر به ډېر ژر باکو ته واستول شي. د ایران دولتي رسنیو د باکو ټلویزیون د ښځینه خبریالې حجاب د ایران ارزښتونو ته سپکاوی بللی او د موسوي د استعفا غوښتنه یې کړې ده.