پاکستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله اته تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپيان دي. د خیبر پښتونخوا د بېړنیو چارو د ادارې مسوولینو ویلي چې د ډېر ورښت له کبله د کوټو چتونه په خلکو پریوتي چې د مرګ ژوبلې سبب شوي. چارواکو ویلي چې اکثریت مړه شوي او ژوبل شوي ماشومان دي. په پاکستان کې د ژمي بارانونه معمولاً د نومبر په میاشت کې پیلیږي خو د دې هېواد د هوا پیژندنې ادارې مسوولینو ویلي چې سږ کال دا بارانونه د فبروري په میاشت کې پیل شول. هر کال په دې هېواد کې موسمي بارانونه خلکو ته په زیاته اندازه د سر او مال زیان رسوي. د همدې روانې مارچ میاشتې په سر کې هم د پاکستان په شمال لویدیځ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه د هوا پورې تړلو پیښو کې مړه شول. دا کسان د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ولایتونو کې مړه شوي و.