د اسلام اباد سترې محکمې اعلان کړی، چې د توشه خانې په قضیه کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د ۱۴ کلونو بند سزا یې ځنډولې او په ضمانت يې د خوشي کېدو امر کړی دی. د اسلام اباد د سترې محکمې مشر قاضي عامر فاروق ویلي، چې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې د توشه خانې د قضیې سزا یې ځنډولې ده او د ضمانت د منظورېدا پرېکړه یې کړې ده. د توشه خانې په قضیه کې پر پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه پر مېرمنې تور و، چې یو شمېر قیمتي ډالۍ یې دولتي خزانې ته نه دي سپارلي او له همدې امله یې دواړو ته څوارلس – څوارلس کاله د بند سزا اورولې وه او د پي ټي ای مشر عمران خان یې د لسو کلونو لپاره نا اهله اعلان کړی و.