د کرکټ بورډ ادارې څه موده وړاندې د کرکټ شخصي اکاډمیو ته خبرداری ورکړی وه، چې د فعالیت په موخه دې خپلې اکاډمۍ له دې ادارې سره ثبت کړي او جوازپاڼې دې ترلاسه کړي. چې نن د دغې لړۍ په پیل کې د دریو اکاډمیو، ایوبي، زرملوال او ویکټري مالکینو ته د افغان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس نظیم جار عبدالرحیمزي په لاس جواز پاڼې ورکړل شوې. د یادو اکاډمیو مالکینو د کرکټ بورډ دغه کار وستایه او ویې ویل چې، د کرکټ د کیفیت په ډګر کې یو غوره کار دی. دوی وویل چې هیله لرو د نورو اکاډمیو درلودونکې هم د لا ډېر اعتبار او کیفیت په موخه خپلې اکاډمۍ له افغان کرکټ بورډ سره ثبت کړي. د کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس نظیم جار عبدالرحیمزي په دغه ناسته کې وویل: «خوښ یم چې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکټور د غوښتنو پر بنسټ، شخصي اکاډمیو ته د فعالیت جواز ورکوو.د کرکټ بورډ ځینې تمریناتي کمپونه به په یادو ثبت روزنځایونو کې ترسره کیږي، یادې اکاډمۍ به د افغانستان کرکټ بورډ د ټولو اصولو او پالیسو مطابق فعالیت کوي.» نوموړي همدارنګه وویل، د اکاډمیو له مالکینو مو هیله ده، ترڅو خپل روزنځایونه په معیاري ډول برابر او د روزنکو او لوبغاړو لپاره پوره اسانتیاوې برابرې کړي.