د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې تیره ورځ د پاکستان په بلوچستان کې له زیارت کوونکو ډک یو موټر له سړک څخه اوښتی او په پایله کې یې ۱۳ کسان مړه شوي او ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي. پولیسو د یو شمیر ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې ښايي د مړو شمیر تر دې هم زیات شي. د سرچینې په خبره په دغه موټر کې ۱۰۰ تنه زیارت کوونکي سپاره وو.