د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، چې د اختریزو مېلو پر مهال ۱۸ تنه ځوانان او تنکي زلمیان په اوبو کې ډوب شوي چې له امله یې ۱۰کسه مړه او اته نور یې بیا ژغورل شوي دي. سرچینې وايي، دغه پېښې په چارسده، نوښار او کوهاټ ولسوالیو کې شوي او ډوب شوي کسان تر ډېره هغه ځوانان وو چې له نورو سیمو څخه دغلته د مېلو او چکر لپاره ورغلي وو. داسې راپورونه هم ورکړل شوي، چې په ځینو پېښو کې د ډوبو شویو کسانو له ډلې یو شمېر یې په کوچنیو کښتیو کې چکرې وهلې او د هغوی د ناپامۍ له امله په سېند کې ډوب شوي ډي.