تېره شپه د ای پي ایل لیګ سیالیو په ۳۰مه لوبه کې حیدر آباد لوبډلې بنګلور لوبډلې ته د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۸۸ منډو ستر هدف ورکړ او دا د ای پي ایل په تاریخ کې تر ټولو ستر هدف شو. په شل اوریزو لوبو کې تر دې وړاندې دومره ستر هدف نه دی ټاکل شوی او نه هم تر اوسه د یوې شل اوریزې سیالۍ په دواړو پاڼيو کې ۵۴۹ منډې ترسره شوې دي. د یادولو وړ ده، چې د دې ستر هدف په تعقیب د بنګلور لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۲ منډې جوړې کړې او لوبه یې یوازې ۲۵ منډو په توپیر بایلوده. د حیداباد لوبډلې لپاره ټریویس هیډ په ۴۱ توپونو ۱۰۲ او د بنګلور لپاره دینیش کارتیک په ۳۵ توپونو ۸۳ چټکې منډې جوړې کړې.