د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه له ایران سره ترسره کړي. دغه سیالۍ په ټایلنډ کې چې د دغه جام کوربه هیواد دی ترسره کیږي. د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دې جام کې به ایرانی مجید مرتضی ابرودي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده مخته وړي. افغانستان په D ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره یوځای دی، چې نن ماسپین یوه نیمه بجه به خپله لومړۍ لوبه له ایرانۍ لوبډلې سره ترسره کړي. د افغانستان دوهمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له کویټ سره ده. که افغانستان وکولای شي دوه لوبې وګټي د دې جام بل پړاو ته لارنه موندلی شي.